دیني، سیرت او تاریخ

واجب څه ته وایي؟

احمدالله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی:
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.(الحج:۳۶)
ژباړه:او د(قربانۍ) اوښان مو تاسو ته د شعائرالله په ضمن کې ټاکلي، په همدې کې ستاسو لپاره ښیګڼه ده، نو په داسې حال کې د الله نوم پرې یاد کړئ(حلال يې کړئ) چې ولاړ وي، نو کله يې چې ډډې پر ځمکې ولګیږي، بیاهم خپله ترې وخورئ او هم يې پر قانع او طمع کوونکي وخورئ، همداسې مو تاسو ته مسخر کړي چې شکر وکړئ.

قرآنکریم کې د واجب کلمه پرته له دې یو ځای څخه په نورو آیتونو کې نه ده ذکر شوې،(وَجَبَتْ جُنُوبُهَا ) یعنې کله حلال کړی شو او ډډې په ځمکه ولګېدې بیا يې غوښې خورئ.

د واجبو معنی:
د ژبې، لغت او ثقافت په اصطلاحاتو کې واجب په متعددو معانیو، استعمال شوی، لکه: د دائم، لازم، سزا وار، وړ، لائق او د سقوط په معنى.

د واجبو تعریف:
د اُصول فقه علماوو په اصطلاح واجب په ځانګړې توګه شرعي حکم ته ویل کيږي چې عبارت له هغه عمل څخه، چې په دلیل ظني(شکمن دلیل) سره ثابت وي، دلیل شته خو په دلیل کې شبهه او تعبیر وي، یا په خبر واحد سره يې ثبوت بیان شوی وي، لکه د اختر لمونځ، د ماسختن وتر او…

د واجبو حکم:
عمل په واجبو ثواب، نه کول يې ګناه، تارک يې ګمراه او فاسق، مګر منکر يې کافر نه دی.

په واجبو عمل لکه د فرضو دی ولې عقیده پرې د فرضو نه شي کیدی.

د امام ابو حنیفه(رحمه الله) په نزد د فرض او واجبو ترمنځ په عمل کې هیڅ فرق نشته یواځې په عقیدوي لحاظ دومره دی چې د فرضو منکر کافر دی او د واجبو منکر کافر نه شي بللی.

یا په بل عبارت: واجب، کوم چې ثبوت يې قطعي وي خو دلالت يې ضني وي، بیلګه: هغه ایتونه چې تاویل پکې کیدی شي دې ته يې واجب ویلي.

په لمانځه کې د فرضو په پرېښودو که هغه سهوي وي یا قصدي لمونځ فاسدیږي خو د واجبو په پرېښودو لمونځ نه فاسديږي، بلکه د سهوې سجده واجبيږي.

د فرض او واجبو ترمنځ توپیر:
د فرض او واجبو تر منځ توپیر یواځې د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په قول دی.

د واجبو درجه له فرضو ښکته او له سنتو قوي ده.

د امام ابو حنیفه(رحمه الله) قول: فرض هغه عمل دی چې په قطعي دلیل ثابت وي لکه قرئت د قرآنکریم چې په لمانځه کې په دې دلیل قطعي ثابت دی:

قال لله تبارک وتعالی: فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ.(المزمل:۲۰)
ژباړه: نو اوس د قرآن هومره مقدار تلاوت کړئ چې درته اسانه وي.

په لمانځه کې چې څنګه قیام، رکوع سجده او … فرض دی همداسې قرئت لوستل هم فرض دي.

واجب هغه عمل دی چې ثابت وي په دلیل ضني لکه مشخص کول د قرئت فاتحه په لمانځه کې.
عن عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِت (رضي الله عنه) عن النبي (صلی الله علیه وسلم) قال:لا صَلاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ.(متفق علیه)
ژباړه :له حضرت عُباده بن صامت(رضی الله عنه) نه روایت دی چې ويې فرمایل حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم): لپاره د هغه چاچې د فاتحې سورت په خپل لمانځه کې ونه لولي د هغه لمونځ لمونځ نه دی.

د علم اکثر صاحبان د فرض او واجبو تر منځ په توپیر او فرق قايل نه دي.

امام شافعي، امام مالك او امام أحمد بن حنبل (رحمه الله عليهم) په شمول د یو شمیر زیاتو ائمه کرامو په نزد د فرض او واجبو ترمینځ په معنی او لفظ کې توپیر نشته، یو په بل يې اطلاقوي.

خو همدا بزرګان په لمونځ او حج کې د رکن او واجبو ترمنځ په فرق قايل دي، د بیلګې په توګه: په لمونځ کې که رکن په سهوې یا قصدي توګه پاتې شي لمونځ فاسد بولي، که په لمانځه کې واجب پاتې شو د سهوې سجده لازموي.

همدا راز په حج کې د رکن په پاتې کیدو که هغه قصدي وي یا سهوي حج فاسد ګڼي خو د واجبو په پاتې کیدو حج نه فاسدیږي بلکه دم لازم ګڼي.

د زیاترو بزرګانو وینا ده چې فرض او واجب دوه مترادفې کلیمې په یوه معنی دي، بلکه د ځینو په قول فرض، واجب، رکن او شرط دا ټولې مترادفې کلیمي یوه معنی افاده کوي.

ځینې د فرض او واجبو تر منځ د دومره فرق قایل دي لکه لمونځ فرض دی خو په هغه بنده هغه وخت واجبیږي چې مکلف وګرځي.
حج فرض دی خو په هغه چا واجبیږي چې شرایط د حج کول ورته برابرشي.
روژه فرض ده خو په هغه چا چې د شرایطو وړ وي.

ددې ټولو بیلګو نه داسې معلومیږي چې فرض حکم دی او واجب په فرضو عمل کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عاطفی صیب: کور آباد ځوی لوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x