دیني، سیرت او تاریخ

استعاذه یا تعوذ

احمد الله عاطفي

استعاذه او تعوذ دواړه کلمې یوه معنی لري، لوستل د (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) یا ورته نورې صیغې.
ژباړه : پناه وړم الله(جل جلاله) ته له شیطان رټلي شوي نه.

الله سبحانه وتعالی ته پناه وړم د رټلي شوي شیطانه.

الله ته پناه وړم د هغه شریر شیطان له وسوسو او شرارته، چې د الله سبحانه وتعالی له رحمتونو رټل او لرې شوی.

پناه وړم الله سبحانه وتعالی ته د رټل شوي شیطان څخه چې ماته په دنیوي او اخروي امورو کې تاوان ونه رسوي او د ده له شریرو حرکتونو محفوظ شم.

په لومړي ځل د استعاذي لوستل:
حضرت ابن جریر(رحمه الله) په خپل تفسیر کې د حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه روایت کوي: په لومړي ځل چې حضرت جبرائل (علیه السلام) وحې راوړه، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته يې وفرمائل: استعاذه ولولئ!
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمايل: أستعیذ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.

حضرت جبرائل(علیه السلام) بیا وفرمايل: تسمیه ولولئ.
حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمايل:بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ.

له دې وروسته حضرت جبرائيل (علیه السلام) وفرمايل:اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ.
د علق سورت پنځه لومړني آیتونه د لومړنۍ وحې په صورت کې نازل شول.

که څه هم د ابن کثیر په قول د حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) د دغه قول آثر غریب، اسناد يې ضعیف او انقطاع لري، خو د موضوع په مناسبت مو دلته ذکر کړ. (والله اعلم)

د استعاذې مشهوره صیغه:
که څه هم د استغاذې الفاظ له قرآنکریم څخه اخيستل شوي، خو په یو ځای يې تلاوت د قرآنکریم آیت نه دی بلکه د خبر په لفظ نازل شوی چې د شیطان له شرارت، زیان رسولو او وسوسو نه الله سبحانه وتعالی ته دعا، التجا او پناه وړل دي چې، ای الله (عزوجل)! ما د شیطان له هر نیرنګ او ضرره په خپل حفظ او آمان کې محفوظ وساته.

د استعاذې صیغې په مبارکو احادیثو کې روایت شوي، په همدې اساس د ځینو مفسرینو علما وو قول دی چې استعاذه د قرآنکریم قول نه بلکه د دې صیغې په احادیثو کې بیان شوي.

په لفظ او صیغه د استعاذې کې اخبار او بیلا بیل اثار د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) او له سلفو نه روایت شوي.

۱ ـ (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)
۲ ـ (أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)
۳ ـ (أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِن الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ)
۴ ـ (أعوذ بِاللَّه اللطيف الخبير من الشيطان الرجيم)
۵ ـ (أعوذ بِاللَّه العظيم من الشيطان الرجيم)
۶ – (أستعیذ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)

د ائمه کرامو هر یو امام ابو حنیفه، امام شافعي، امام احمد بن حنبل (رحمهم) او هم د علم خاوندانو او ټولو قراوو په نزد داستعاذې مشهور او مختاره صیغه(أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) دی.(النشر في قرئت العشر لابن الجزري)

مشهور او مختاره صیغه همدا ده چې ذکر شوه، خو د ټولو استعاذو لوستل او ویل جائز او روا دي ځکه استعاذه خپله دعا ده او د دعا الفاظ نه معین دي او نه محدود.

وقال ابنُ المنذر: جاء عن النبي ( صلی الله علیه وسلم) أنه كان يقول قبل القراءة:أعوذ بالله من الشيطان الرجيم . ( رواه الدار القطني)

ژباړه: حضرت ابن منذر(رضی الله عنه) فرمايي: رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له تلاوته وړاندې (د تلاوت په پيل کې) به يې (أعوذ بالله من الشيطان الرجيم ) لوست.

امام قرطبي(رحمه الله) د استعاذې په اړوند شاوخو دولس مسئلې ذکر کړي…
روي عن ابن مسعود أنه قال : قلت أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ، فقال لي النبي صلى الله عليه وسلم : يا ابن أم عبد! أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ هكذا أقرأني جبريل عن اللوح المحفوظ عن القلم.
ژباړه:حضرت عبدالله ابن مسعود (رضی الله عنه) فرمايي: ما(أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) وویل، ماته رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: اې داُم عبد زویه! (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)(ووایه)، همدا (کلمات) له لوح محفوظه جبرائیل لوستی.

وقال الأسود:رأيتُ عمر(رضی الله عنه) حين يفتتح الصلاة يقول: سبحانك اللهم وبحمدك، وتبارك اسمك، وتعالى جدك، ولا إله غيرك ، ثم يتعوَّذ .( رواه الدار القطني)
ژباړه: حضرت اسود(رضی الله عنه) فرمایي: حضرت عمر (رضی الله عنه) مو ولید چې د لمانځه په پیلولو سره وویل:سبحانك اللهم وبحمدك، وتبارك اسمك، وتعالى جدك، ولا إله غيرك ، بیايې تعوذ وویل.

امام شافعي (رحمه الله) فرمايې د استعاذې ټول کلمات غوره دي خو له ټولو نه غوره د شیطان له شره د پناه غوښتلو دا تلاوت دی: (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) .

د رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په روایاتو کې د شیطان له شره یواځې (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) ویل نه دي محدود بلکه په همدې اړوند يې د شیطان له شره د پناه غوښتلو نور کلمات او صیغې هم لوستي دي.

وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ(رضی الله عنه) عَن النَّبِيِّ (صلی الله علیه وسلم) أَنَّهُ كَانَ إذَا قَامَ إلَى الصَّلَاةِ اسْتَفْتَحَ، ثُمَّ يَقُولُ :أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِن الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ.
عن أبي سعيد الخُدْرِي (رضي الله عنه) قال: كان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) إذا قام من الليل كَبَّر، ثم يقول: سُبْحَانك اللَّهم وبحَمْدِك وتبارك اسْمُك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غَيْرك ، ثم يقول: (لا إله إلا الله) ثلاثا، ثم يقول: الله أكبر كبيرا ثلاثا، أعُوذُ بالله السَّميع العليم من الشَّيطان الرَّجيم من هَمْزِه، ونَفْخِه، ونَفْثِه، ثم يقرأ. ( رواه أبو داود وابن ماجه والنسائي وأحمد)

د ترمذي روایت:
وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ(رضی الله عنه) قَالَ: کَانَ النَّبِيِّ (صلی الله علیه وسلم) إذَا قَامَ إلَى الصَّلَاةِ با لَّیْلِ كَبَّر، ثُمَّ يَقُولُ : سُبْحَانك اللَّهم وبحَمْدِك وتبارك اسْمُك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غَيْرك، ثُمَّ يَقُولُ:الله أكبر كبيرا، ثُمَّ يَقُولُ:أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِن الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ، مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ.

ژباړه:حضرت ابي سعید خدري (رضی الله عنه) فرمايي: رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) چې په شپه کې لمانځه ته ودرید تکبیر به يې وویل، له تکبیر(تکبیر تحریمه) وروسته به يې وویل: ای الله! ته پاک يې، ټول حمدونه تالره دي، ډیر مبارک دی نوم ستا، لوړ دی شان ستا، له تا پرته بل معبود(معبود حقیقي) نشته، له دې وروسته يې ویل: الله ډیر ستر دی په ستر والي سره، بیا به يې وویل: زه د ښه اوریدونکي او پوهیدونکي الله نه د رټلي شوي شیطانه پنا غواړم، د هغه له وسوسو ، تکبر او سحر نه.

دحضرت جبیر بن مطعم(رضی الله عنه) په روایت: رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) د لمانځه له پیلیدو وړاندې دا کلمات لوستي، که څه هم چې حضرت عمرو فرمايي: زه نه پوهیږم چې دا کوم لمونځ و.
عن ابن جبير بن مطعم، عن أبيه، أنه رأى رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي صلاة، قال عمرو: لا أدرى أي صلاة هي، فقال.
: (الله أكبر كبيرًا، الله أكبر كبيرًا، الله أكبر كبيرًا، والحمد لله كثيرًا، والحمد لله كثيرًا، والحمد لله كثيرًا، وسبحان الله بكرة وأصيلاً) ثلاثًا، (أعوذ بالله من الشيطان من نفخه، ونفثه، وهمزه)، قال: نفثه: الشِّعر، ونفخه: الكبر، وهمزه: الموتة؛.( أخرجه أبو داود ،ابن ماجه، احمدو…)

د (أعوذ بالله من الشيطان من نفخه، ونفثه، وهمزه) لنډه ژباړه: ای الله(سبحانه وتعالی) ! تاته پناه در وړم د رټل شوي شیطان له شر، له جنون او لیونتوبه، د غرور او تکبر او هم له نفسه.

همزه:په لغت کې اشارې ته وايي، په آیت کې مقصد د اغواء کولو ته وايي او همدا راز همزه ته په حدیث شریف کې( موتة) ویل شوي په معنی د الجنون الصرع، د لیونتوب له جنسه شمیرل کیږي.

نفخه: الکبر، د کبر او لويۍ هوا.
نفثه:، سحر، جادو او الشعر،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x