شعـــــرونه

افغان یم!/ حيدري

محمد اغا حيدري

په دې ویاړم چې پښتون یمه افغان یم
اُمتي د پاک رسول ﷺ یم مسلمان یم

نـه راځمه د هېچا تر اثر لاندې
هر یو کار کې زه تابع د خپل وجدان یم

ډېر مې کرکه او نفرت له چاپلوسۍ شي
په دې صنف کې نالایقه له خپل ځان یم

دغه یو سوال مې قبول کړه پاکه ربه!
دا ستا در ته در روان په بیابان یم

دا منمه چې پوره نه یمه هر کار کې
رانه کېږي اشتبا ځکه انسان یم

ستا په مینه کې زه آن تر داره لاړم
په دې لاره د غیرت کې قهرمان یم

کله زه شمه مشغول فکري نړۍ کې
بیا خیالاتو کې بادشاه د ټول جهان یم

هلته مینه کې زړګي باندې زخمي شوم
همېش زه ویشتلی سترګو د جانان یم

زما نوم ده حیدري! دا مې ادرس دی
تابیعت کې هم د ګران افغانستان یم

ـــــــــــــــــــــــــــ
محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx