شعـــــرونه

د ګوتو په شمار/ نومير

فدامحمد

تاته وايم اشنا لور په لور اغيار دي
راوتلي دي د سر او ځان په ښکار دي

پر ماشه يې درته ايښي دواړه ګوتې
غليمان دې شپه او ورځ په لټه څار دي

تاته وايم چې ويده نسې په لار کې
د دښمن سره د کور سړي همکار دي

چې دې ښکيل کاندي د مکر په دامو کې
ټوله يو په يوه لاره په رفتار دي

تاته وايم ناخبر د اسمان مه سه
شاهينان پاس په هوا کې ناقرار دي

صيادانو درته ايښي دي تلکې
صيادان سړي همه واړه مکار دي

تاته وايم د خپل خيل څه ګوښه مه ځه
په ګوښه کې قاتلان په انتظار دي

اعتماد په هر يو کس باندې نه کيږي
د باور سړي د لاس ګوتو په شمار دي

تاته وايم لار دې ټول اغزو نيولې
د منزل پر سر ولاړ درته اشرار دي

ستا د سر او مال څه باک ورسره نسته
که د لرې او نژدې که ددې ښار دي

تاته وايم غوږ دې ونيسه نومير ته
تر هدفه رسيدل ټول په ايثار دي

په هر کس باندې باور او ويسا مکړه
ازمويلي ياران هر وخت د اعتبار دې

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx