
ملا برادر او حنفي له برتانوي هیئت سره کابل کې لیدلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۰ل): د رئیس الوزرا مرستیالانو ملا برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي سایموګس سره په خبرو کې ویلي دي چې افغانستان د برتانیې په شمول د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښو او مثبتو اړیکو ته ژمن دی.
د چارو ادارې لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان چارواکو له برتانوي هیئت سره په خبرو کې وویل چې دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ولس نقدي سرمایه بېرته افغان ملت ته وسپاري او د سرمايې کنګل کول به د فقر او بي کارۍ سبب شي چې دا به نه یوازې پر افغانستان بلکې پر نوره نړۍ هم منفي اغیزې ولري.
دوی زیاته کړه چې افغانستان له ټولو هیوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هیچا ته خطر متوجه نه شي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان لپاره د برتانیې خاص استازي سایمون ګس وویل چې برتانیه غواړي له اسلامي امارت سره د مثبتو اړیکو او اعتماد سازۍ لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړه چې دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې فقر او بي کاري د هیچا په ګټه نه ده او په نورو هیوادونوبه یې هم منفي اغیز پریوځي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې افغانستان سره به د دوی بشردوستانه مرستې روانې وي او دغه مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره کیږي.
د برتانيې څانګړي استازي وویل چې د دوی لپاره د نجونو د تعلیم موضوع حل کیدل او دا اطمینان چې له افغانستان به نړۍ ته خطر نه متوجه کیږي ډیر اهمیت لري او برتانیه غواړي په راتلونکې کې په افغانستان کې مثبت او ګټور نقش ولري.
دا خو هغه قوم دی چی تاسو یی پردګونه وباسل او اوس ورسره په میزونو ملاقاتونه کوی
افسوس چی نه درکی ایمان شته او نه پښتو
نه صحیح مسلمان ئې او نه هم صحیح مومن، نه دې د اسلام تاریخ او دین صحیح مطالعه کړی او نه هم د پیغمبر او صحابه و سیرت. څوک چی د امین الپشاوری او رستمی او امثالهم شاګردی کوی همدغه به حال وی لکه دا ستا غوندی لار به ترینه ورکه او په اوتو بوتو به سر وی. افسوس دې ستا پر حال وی کله کله له خپل عقل نه هم کار اخله او خپل عقل هم په کار اچوه.
بیغیرته په خبره چې علم نه لرې تبصره هم مه کوه.
له دیره هوشیاری دیپلوماسی خخه کار واخلی زکه دا دیر مکار دشمن او دیر زیرک دشمن دی. پام چی جدی خبری او بی زایه پایه کشی ورته ونشی. بلکی کی د دوی سره د شه تعامل مسایل مطرح او اشاری ورته په پوره عزت سرګنده شی. طالبانو دیپلوماسی سیاست زده کری یوه مهمه خبره داچی د وزیرالوزا راتلونګی خبری باید شه سانسور او هر خیزه وی