ټولنیزه برخه

کله چې اسلامي قانون حاکم شي

محمد نبي سلطاني

ټولنیز عدالت به قایم سي.
د یاغي او باغي خلکو مخه به ونيول سي
له ناروغیو او افتو پاکه ټولنه به رامنځ ته سي
ازاد فکر او خپلواک ذهن به وده وکړي
د طغیان او سرکښۍ مخه به ونیول سي.
د ژوند په خوند به اولس پوه سي
د رعیت او حکومت تر منځ به واټن له منځه ولاړ سي
د خلکو عقیدې به سمي سي
په ټولنه کي به د تعاون او مرستي مزي ټينګ سي
د قانون درناوی به وسي
د فسق، فساد او فحشاء ټغر به ټول سي
الهي احکام به تظبيق او جاري سي
ولس به د قانون پر عدالت باور پيدا کړي
د عقیدتي، ديني او مذهبي چارو اصلاح به رامنځ ته سي
د خلکو مزاج او کړني به د قانون سره تطابق و مومي
د ولس غوښتونو ته به جواب وویل سي
واک به امانت او مسئولیت وګڼل سي
د خدای مخلوق به د بنده ګانو له قیده ازاد سي
د ټولني او خلکو واک به خپل حقیقي مالک ته وسپارل سي
د دنیاوي فکر سره – سره به په خلکو کي اخروي فکر هم راژوندی سي
ټولنه به دواړو (اخرت او دنیا) ته متوجه سي؛ خو اخرت به غوره وګڼل سي
د کار او زیار غوره طریقې به وسنجول سي
د شعارونو، تېروتنو او خطا ایستلو پر ځای به د حکومت ژبه حقیقت سي.
فردي او ټولنیز توپیرونه به له منځه ولاړ سي
د جاهلیت پر ستوني په بښه کښېښوول سي
د ښځو خوړل سوی حق به ورکول سي
د ښځو حقوق به مادي نه معنوي، شعار نه حقیقي سي
د جاهلیت پر ضد به د حق سنګر قوي او مضبوط سي
د اسلامي احکامو منل به د شعاري پر ځای عملي بڼه خپله کړي
د انسان، انسانیت او انساني ارزښتونو اصلي موخه او هدف به معلوم سي
شریعت به د فرهنګي نوامیسو سره هماهنګي پيدا کړي
د جاهلي او اسلامي ټولني اساسي معیارونه بنسټونه او ارزښتونه به معلوم سي
د خپل هوا، هوس او مزاج بندګي به ختمه سي او ټول به د الله جل جلاله اوامرو ته غاړه کښېږدي
او….

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x