افغانستاناقتصاد

د افغانستان بانک: په هېواد کې ټول پولي معاملات باید په افغانیو ترسره شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک له ټولو دولتي او خصوصي ادارو او مؤسسو څخه غوښتنه کړې چې په هېواد کې ترسره کېدونکي هرډول پولي معاملې او راکړې ورکړې په افغانیو ترسره کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان بانک لخوا خپره شوې، په ترڅ کې یې له ټولو افغانانو، دولتي او خصوصي ادارو او مؤسسو څخه غوښتنه کړې چې په قراردادونو، پولي معامعلو او هرډول سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه کار واخلي.

د افغانستان بانک استدلال کوي چې دا ګام د اقتصادي پرمختګ لپاره لاره هواروي او ترڅنګ یې د یاد بانک د دري دیرشمې مادې تعمیل هم کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په هېواد کې زیاترو مؤسسو او شرکتونو او آن ځینو دولتي ادارو کې په بهرنیو اسعارو راکړې ورکړې او قراردادونه ترسره کول؛ خو اوس د افغانستان اسلامي امارت مسئولین غواړي چې د هېواد اقتصاد له بهرنیو مرستو پرته په خپلو پښو ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x