افغانستان

کابل ښار کې د نجونو د تښتولو په تور یو اختطافګر نیول شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): امنیتي مسئولان وايي، د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یې د حیدر په نوم یو تن د نجونو د تښتولو په قضیه کې لاس په لاس له یوې تښتول شوې نجلۍ سره یوځای نیولی دی.

د باختر خبري آژانس د خبر له مخې حیدر به د ښار له مختلفو برخو څخه نجونې تښتولې او بیا به یې په نورو خلکو پلورلې.

په هغه ویډیو کې چې د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې مسئولانو لخوا خپره شوې، یوه ځوانه نجلۍ چې ځان «طیبه» راپېژني ادعا کوي چې څلور میاشتې مخکې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې ښوونځي ته روانه وه، د تورو ښيښو لرونکي سور رنګه موټر کې ناستو کسانو لخوا وتښتول شوه.

نوموړې زیاتوي، له هغه وروسته یې لاسونه او پښې ور تړلي لومړی کابل او بیا جلال آباد ته لیږدولې وه، چې هلته یې د عزیزالله په نوم کس لخوا د خپلې ښځې په بدل کې پېرل شوې وه.

په ویډیو کې د نجلۍ پلار امان الله د خپلې لور د پيدا کولو او مجرمینو د نیولو له امله د افغانستان اسلامي امارت له امنیتي مسئولینو څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې په پخواني رژیم کې یې د خپلې لور د پیدا کولو لپاره ډیرې هڅې کړې، د حکومتي ارګانونو دروازو ته بیا بیا ورغلی ؤ؛ خو هیڅ په لاس نه وو ورغلي.

د ویډو په بله برخه کې د حیدر په نوم اختطافګر هم خپل ځان د بلخ ولسوالۍ «شولوازې» سیمې معرفي کوي او چارواکي وايي، چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

داچې امنیتي چارواکو دغه اختطافګر څرنګه او په کوم ځای کې نیولی په اړه یې چارواکو څه ویلي نه دي؛ خو په دې وروستیو کې د اسلامي امارت امنیتي مسئولانو د هېواد په مختلفو برخو او په ځانګړې توګه پلازمینه کابل ښار کې د غلو او اختطافګرو پرضد خپل عملیات چټک کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي وايي، د تیرې اونۍ په جریان کې یې د کابل ښار له مختلو څخه ۸۰ تنه غله او په جنايي جرمونو ککړ کسان نیولي او دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت سره په ټول هېواد او ځانګړې توګه کابل ښار کې د جنايي جرمونو او غلاوو ګراف تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبيح اللّه

وه وروره دغه تير حکومت چي د امريکا لاس پوسي وه هغوي هغه څه کول کوم چي د امريکا په مشوره کيدل۔ اول امريکا د اسريلو په مشوره کار کوي۔ مولوي صاحب د خلک بايد د عام خلکو سترګو په وړاندي سزا ورکړل شي هغه سزا چي عوام ورنه درس واخلي او عام مسلمانان يوه دامن فضاء کي ژوند وکړي۔ وه مولوي صاحب په مجرمانو باندي بايد رحم ونشي ددي مونږ وليدل د تير حکومت چي هره مرداري نه ډک خلک ول لواطيان زناکابازان غله قاچاکباران قاتلان او مشر ته مو د بابا لقب هم ورکړي وه۔ مولوي صاحب د… نور لوستل »

طوطی

د طالب داسی کاروته ټول خلک ښه وایی او ستایی یی خو ای کاش چی له بیوزلی او قحطی سره یی هم په کلکه مبارزه کړی وای. پنځلس میلیون صرف هغه کسان چی په پخوانی حکومت کی یی کار او بار درلود بیکاره دی. پرون د معلم ورځ وه یوه معلم ویل تیر له مبارکی څخه یی دا څو میاشتې شوې چی معاش نلرو. تکړه شی خلکو ته خدمات وړاندی کړی نړی سره تعاملونه جوړ کړی تر څو مو په رسمیت وپیژنی کنه نو د پنجابی غلام به تر ابده پاتی شی.

طوطی

همدا اوس یی وخت دی چی د ښځو حقوق ورکړل شی او دا منحوسه څیره سړی په حضوری چمن کی ځوړند کړی چی نور هم پوه شی چی د خلکو عزت او ناموس ته په بده سترګه کتل څه ته وایی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx