
روزګان کې چاودنې ۱۳ تنه ټپیان کړي
نن ټکی اسیا(چارشنبه،زمري۸مه،۱۳۹۳ل): د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په يوه ميله ځاى کې چاودنه را منځته شوې، چې لږ تر لږه ١٣ تنه په کې ټپيان شوي دي.
د روزګان د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال محمداسلم کوچي وويل، چې دغه پېښه نن شاوخوا لس بجې د ترينکوټ ښار په يوه ميله ځاى کې د ايسکريمو په ګاډۍ د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغې چاودنې ١١ ملکي وګړي او دوه امنيتي کسان ټپيان کړي دي.
د ترينکوټ د ملکي روغتون يوې سرچينې رسنیو ته وویل، چې له دې پېښې ورته ١١ ټپيان ور وړل شوي او اته په کې ماشومان دي.
سرچينه وايي چې ټپي شوي ماشومان د ١٢-١٣ او لسو کلونو دي.
د پېښي مسؤلیت تر دې مهاله هېچا پر غاړه نه دی اخیستی.