افغانستان

لغمان کې یو ملا امام ترور شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): ناپېژاندو وسله والو د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژلی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د مولوي نور وهاب په نوم دیني عالم پرون د سه شنبې په ماښام د قرغیو ولسوالي په چهارباغ سیمه کې د خپل جومات په حجره کې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلی.

سرچینې په دغه برید کې نوموړی ملا امام ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

مولوي نور وهاب نوراني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د «میل درې» اوسېدونکی او درې میاشتې مخکې یې واده کړی ؤ.

تراوسه څرګنده نه ده چې د قتل دغه پېښه سیاسي انګیزه لري او که د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې؛ خو د لغمان سیمه ییز چارواکي د پېښې په اړه د تحقیقاتو پیلولو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

که دا امام اهلحدیث وی نو د طالبانو حکومت به له ۲ کالو زیات عمر ونکری، زه خپله طالب یم، کمونیست،سکولر،خلقی،پرچمی،شیعه او پاتکیان نه وژل کیژی صرف اهلحدیث وژل کیژی عجیب ؟
که طالبان دی ته توجو ونکری دالله په عذاب به گرفتار شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx