نظــر

د افغانستان شل کلن کاذب اقتصاد!

مولوي فاروق غلجی

ځه ښه شوه، اوس هم لا وختي ده چې زموږ اقتصاد پوهان، سوداګر او صنعتکاران اقرار کوي، چې د اشغال تېر شل کلن دوران کې زموږ اقتصاد کاملاً يو کاذب اقتصاد و.
دوی وايي، موږ له خپله ځانه هيڅ نه لرل او بازارونو کې چې څومره ځل بل؛ يا د اروپايي موډ لږ و ډېر فېشن تر سترګو کېدو، دا هر څه بې بنياده او د پردي جيب نازونه وو. دا خبره موږ ان لا هماغه د دوی ړومبيو ورځو کې ليکلې وه، خو دا چې د غريب ملا اذان څوک نه اوري، نو ټول ملت ګنګس ويده او له ديموکراتيکو زمزمو سره يې د هېواد لر و بر کې رنګينې منظرې په خوب ليدې او هوايي ډوزې يې ويشتې.

موږ به تل ويل چې تيکنوکراتانو، ډاکټرانو او ماسټرانو! خدایږو چې نه مو زراعت د ګټې زراعت دی، نه مو تجارت، نه مو بنګلې څه ګټيالۍ دي او نه مو برقونه، پانګه او بانکونه.

موږ پوهېږو چې د سرکاري دفترونو، پارکونو، امن کورونو او لوبغالو لپاره د لوکسو ودانيو جوړونه کوم داسې توليدي او ګټور شی نه دی، چې سبا د يو عام وګړي په دسترخوان کې څه بدلون او ډکون راولي. دغه راز وارداتي برېښنا هم پرته له دې چې موږ بد عادته روږدي کړي، نوره کومه اساسي ګټه نه لري او همداسې په زراعت کې زعفران، ينجه، مرخېړي، مېوې او سابه.
ځکه چې زموږ چارواکی صاحب که پر هر څومره قيمتي تخت له پاسه کيني، خو چې وګړو سره اخلاص او محبت نه لري، يوه انه هم نه ارزي، خو په يوه خټينه کوټه کې پر خړ ليمڅي ناست خواخوږی حاکم؛ خلکو ته له مور و پلاره هم ښه دی.

دغه شان دې زراعت در واخله، چې په خدای که تېرو شلو کلو کې ما خو له يوه چارواکي هم اورېدلي وي، چې راځئ غنم وکرو! خو زه له تاسې پوښتنه کوم: ايا تاسې د نړۍ په کوم ګوټ کې دا شکايت اورېدلی چې پلاني هېواد کې زعفران، ينجه، مرخيړي، انګور، مڼې، روميان، بادرنګ، مرچ يا کوم بل دا رنګه شی نه موندل کيږي او خلک يې له سخت ناورين او لوی بحران سره مخ دي؟!

ما خو قسم که اورېدلي وي. تر دې چې همدا نن زموږ خوا ته پاکستان کې يوه کيلو انګور په سل افغانۍ خو کابل کې من په يو سل او شل افغانۍ تر لاسه کيږي، خو بيا هم زما او ستا وطنداران د همدې مېوو له ارزانۍ او پرېمانۍ تښتي او د پنجاب سپينې ډوډۍ ته ځان رسوي!

تاسې خپله فکر او حسباب وکړئ. ايا د ارګ، پارلمان، وزارت، رياست، ولايت او ولسوالۍ لوکسو ودانيو، د بشري حقونو، ښځينه حقونو، ځوانانو، لوبغاړو، هنرمندانو، د بيان د ازادۍ مدافعينو، د خبريالانو د حقونو بېلا بېلو ټولنو او ديموکراتيکو ارزښتونو او ولسواکۍ د خپرونې او پالنې په نومونو دې لس ګونو ډلو او ټولنو زموږ د يو بې وزله هېوادوال په ژوند کې څه پرمختګ او بدلون راوستی؟

لنډه دا چې په دې تېرو شلو کلونو کې مو چې څومره غورې او لاپې اورېدلې، قسم ګناه ده چې ايله يو سوداګريز اعلان خو و، چې سراسر دروغ، دوکه، چل، د خلکو سترګو ته خاورې پاشل او د کاذبينو له خوا کاذب پرمختګ، کاذب اقتصاد او کاذب چلند و او بس.

نو راځئ خير دی، څه موده به ستونزې وګالو، خو هڅه به کوو چې خپل هېواد پر خپلو پښو ودروو او وګړي يې پر خپل ځان بسيا کړو.

خدای دې راسره مل شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبيح اللّه

مولوي ګل صاحب قربان شم درنه هغه د زعفرانو يادونه دي چي وکړه هغه کي درسره ١٠٠ فيصد مخالف يم خو ما باندي مولوي صاحبان ګران دي

Sayed

مولوي صاحب، همدا ستا په اند که کاذب هم وو، خو د خلکو يو څه ورځنی ژوند مات ونيم روان وو. اوس خو دې شرعي اسلامي امارت راغی او الله تعالی هم له تاسې سره دی، نو بيا ولې عمرانخان ستاسې له مشورې پرته د نړيوال پانګوال د مېکروساپټ څښتن نه د مرستي غوښتنه کړې، نو يو څوک چې دا دعوه کوي چې څښتن تعالی له موږ سره دی، نو بيا له يو نامسلمان پانګوال څخه ولې عمرانخان ستاسې لپاره مرسته غواړي؟ ايا ستاسې خپله خوله ماته ده؟ ولې له الله تعالی څخه يې پخپله خوله نه غواړئ؟ ايا الله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx