نړۍ

بمي چاودني دمصراواسرايلو ترمنځ دګازو نل لیکه تخریب کړه

خط أنابيب لتصدير الغاز(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷)تیره شپه نامالوکسانو له مصر څخه داسرایلو او اردن ته دګازو غزیدلي نل لیکه په چاودیدونکو موادو سره تخریب کړه امنیتي چارواکي وایی دسینا په شمال کی وعریش ښاګوټي ته څیرمه دمیدان په کلي کی نامالوموکسانو نل لیکه دچاودیدونکو موادو په واسطه سره تخریب کړی ده

چاودنه کی یواځي نل لیکه خرابه شوی ده کومه مرګ ژوبله یی نه ده اړولي، عیني شاهدان وایی له ویجاړشوی نل لیکی څخه تر۱۵ متره پوري داورلمبه پورته کیدله، ویل کیږي چی له مصرڅخه واسرایلو ته دګازولیږل په هیواد کی زیات مخالفت کونکي لري چی له دی څخه مخکي هم څوځلی دارنګه پیښي رامنځ ته شوی دي، خودحسنی مبارک دحکومت له راپرزیدو څخه وروسته دارنګه پیښو ډیرزور اخیستي دي.

اوهمدارنګه مصري اولس دهیواد له عدالت څخه غوښتنه کړی دي چي دمصرپخواني اولسمشر حسنی مبارک اودپټرولو وزیر سامح فهمي چي اسرایلو ته یی ګاز له خپل اصلي قیمت څخه په ډیره کمه بیه ورکړی وو، محکمه شي.

دمصراو اسرایلو ترمنځ دګازو پرنل لیکه بریدونه په داسي وخت کی رامنځ کیږي چي له وړاندي لا دمصراواسرایلو ترمنځ پخواني نژدی اړیکی مخ په لیرو کیدو دي، څو موده مخکی مصري اولس په قاهره کی داسرایلو په سفارت باندی برید کړی وو، اوهرڅه یی ورته د اورلمه کړه، اوله دی څخه مخکي دمصر اواسرایلو پرپوله باندی اسرایلو عسکرو پر مصري عسکرو باندی ډزی کړی وی او ۵ تنه مصري عسکر یی وژلی وو،

اوهمدارنګه داګست دمیاشي پر ۱۸ نیټه نامالومو وسلوالو دمصروپولی ته څیرمه داسرایلي عسکرو پریوه موټرډزي کړی وي چي اته کسه اسرایلي عسکروژل شوی وو.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x