افغانستان

برښنا شرکت: برښنا صادرونکو هيوادونو ډاډ راکړی چې په افغانستان برښنا نه قطع کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د بريښنا صادرونکو هیوادونو ورته ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان باندې بریښنا نه قطع کوي.

د برښنا شرکت ویلي چې د برښنا صادرونکو هیوادونو ته يې بیلونه د بانکي مشکلاتو له کبله نه دي ادا کړي.‎

د برښنا شرکت عملیاتي ریاست سرپرست صفي الله احمدزي په وینا له برښنا صادرونکو هیوادونو سره یې د بیلونو په رابطه خبرې کړي او هغوی ورته ډاډ ورکړی دی چې حاضره به برښنا نه قطع کوي.

هغه زیاته کړې چې برښنا شرکت ۶۲ میلیونه ډالره د برښنا صادرونکو له خوا قرضدار دی او برښنا شرکت به ډير زر په افغانستان کې له خپلو قرضدارانو قرضونه ټول کړي.‎

وال سټریټ ژورنال تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي وو چې حاضره د افغانستان د برښنا شرکت قرضونه ۹۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی او ډیر دولتي ادارې د څو میاشتو راهیسې د برښنا بیلونه نه دي تادیه کړي.

افغانستان د برېښنا ډيره اړتیا د ګاونډیو هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه پوره کوي.

د برښنا شرکت ځینو مسوولینو ویلي چې ګاونډي هیوادونه حق لري چې د شوي قرارداد له مخې افغانستان باندې برښنا قطع کړي خو دوی هڅې شروع کړي چې دغه هیوادونه قانع کړي څو په افغانستان برښنا قطع نه کړي.

د راپور له مخې برښنا شرکت د داوود نورزي تر استعفا وړاندې ۴۰ میلیونه ډالر درلودل خو د افغانستان اوسنی حکومت چې د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی تصمیم نیولی چې دغه ۴۰ میلیونه ډالر د برښنا پورونو د تادیه کولو لپاره نه کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx