ورزش

ملي لوبډله نړیوال جام کې د شرکت په موخه عربي اماراتو ته روانه شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه عربي اماراتو ته روانه شوه.

ټاکل شوې چې ملي لوبډله به لومړی قطر او بیا له قطر څخه عربي اماراتو ته لاړه شي.

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړی پړاو د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او دوهم پړاو چې افغانستان ورته لاره موندلې د اکتوبر د میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.

افغانستان به خپله لومړنۍ سیالي د اکتوبر د میاشتې په ۲۵مه وکړي.

له افغانستان سره په ګروپ کې هند، پاکستان او نیوزیلینډ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx