افغانستان

مجاهد: پغمان کې ۴ داعشي «فتنه ګر» له وسلو سره نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه یې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۴ تنه داعشي«فتنه ګر» نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، دا عملیات چې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د پغمان ولسوالۍ په «پشه يي» کلي کې د داعش وسله والو پر یو پټنځای ترسره شوي، د څلورو داعشیانو ترڅنګ د هغوی وسلې، مهمات او اسناد هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند په مختلفو سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال د یو بهرني په ګډون ۱۳ داعشیان نیولي وو.

طالبانو وروسته له هغه په کابل ښار کې د داعش وسله والو پرضد چاڼیز عملیات پیل کړل، چې وړمه ورځ داعش وسله والو د کابل ښار عیدګاه جومات ته څېرمه د ملکي خلکو په یوې ګڼې ګوڼې بمي چاودنه او ډزې وکړې او په ترڅ کې یې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

باید وویل شي چې د اسلامي امارت کشفي ارګانو وړمه ورځ هم د عیدګاه جومات د چاودنې په تړاو درې تنه داعش وسله وال ونیول او پرون شپه یې د کابل ښار اوولسمې امنیتي حوزې خیرخانې سیمه کې د داعش وسله والو یو پټنځای له منځه یووړ.

له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتلو او د اسلامي امارت له بشپړې واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې داسې یوه خونړۍ پېښه ترسره کیږي، چې له امله یې کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

خلک شکایت کوي چې په هېواد کې د پخواني رژیم له نسکورېدو او اسلامي امارت له واکمنۍ سره د هېواد له لویو زندانونو څخه د اسلامي امارت د منسوبینو ترڅنګ په زیات شمېر کې جنايت کاران او د داعش جګړه ماران هم خوشې شوي او همدا لامل دی چې په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه ترسره کیږي.

دوی د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کوي چې په ښارونو او کلیوالي سیمو کې تصفیوي او چاڼیز عملیات په لاره واچوي او هغه نامسئول وسله وال او جنایت کاران بې وسلې کړي، چې د خلکو ژوند ګواښي او عامه نظم اخلالوي.

د اسلامي امارت مسئولینو که څه هم د «صفونو د تصفیې» په نوم د پروسې د پیل اعلان کړی؛ خو هېوادوال ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره د ملکي تلفاتو او جګړو کچه صفر ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم په ځینو سیمو کې جنايي پېښې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې ولس یې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د اسیا میانه لوبه ډیره تکراري سول. اوس هیڅ نندارچي نلري. خر لا په پوهیږي چي دلته ځیني نړیوال غواړي چي افغانان لمړی په درې ټیمونو وویشي (امارت، داعش خراسان او اسلامي جمهوریت) چي درې بیرغه خو دا دي ترسیم سوي او بیا دا په خپل منځ کي سره وجنګول سي. دا چي عام افغانان اوس د هغه لوبي څخه هم په تنګ سوي دي چي د لوی احمد شاه بابا د وفات وروسته پیل سول او د امیر شاه زمان په وختو کي یې یو نوی پړاو خپل کړ نو د دې بهرني لوبي سره خو هیڅ علاقه نلري.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx