افغانستان

ملګري ملتونه: که له افغانستان سره بېړنۍ مرستې ونه شي، هلته بشري ناورين رامنځته کېدای شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰ل): ملګرو ملتوتو خبرداری ورکړی، که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، هلته ستر بشري ناورين رامنځته کېدای شي او ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر فيليپو ګراندي د کډوالو عالي کمشنرۍ ۷۲يمې کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د نورې نړۍ سربېره د افغانستان ستونزو لپاره اړينه ده، چې د حل پر لارو چارو يې غور وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر زياته کړې، چې ده تېره مياشت افغانستان ته سفر کړی و او هلته يې وضعيت له نږدې ليدلی او څارلی دی.

ښاغلي ګراندي ټينګار کړی، چې له افغانستان سره بايد له هر ډول قيد او شرط پرته مرستې وشي او که داسې ګام وانخيستل شو، نو هلته به بشري ناورين رامنځته شي، ستونزې به ډېرې شي او د داخلي کډوالو د زياتېدو سربېره به ښايي ګڼ شمېر خلک بهر ته هم لاړ شي.

د یو ان ايچ سي ار مشر ويلي: «له يوه لاسه ټک نه خيژي، خو که له شخصي ګټو تېر شو او په جرئت ګامونه پورته کړو، يوه بل ته لاس ورکړو، نو پر دې ستونزو ډېر ژر برلاسي کېدای شو.»

فيليپو ګراندي تېره مياشت کابل ته راغلی و، دلته يې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو او مهاجرينو د وزيرانو سربېره د کابيني له ځينو نورو غړو او چارواکو سره ليدلي وو.

ښاغلي ګراندي د اسلامي امارت چارواکو ته ډاډ ورکړی و، چې ډېر ژر به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او پر نړيوالو به هم غږ وکړي، چې په دې ترينګلي وضعيت کې د افغانانو لاسنیوي او مرستې راميدان ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان د ملګرو ملتونو بشری مرستی ته سترګی په لار نوی ژمی راروان دی په میلونو خلک بیکاره دی شپه او ورځ طالب باید خوب ونکړی لاری چاری و سنجوی تر څو دا ملت له قحطی څخه وژغوری.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx