نظــر

ښځې ته د نر په نسبت په میراث کې نیمه برخه ورکول انصاف دی که بې انصافي؟

مولوي صدیق الله مشال

ځینې له اسلام څخه ناخبره خلک پر اسلام اعتراض کوي او وایي: ښځې ته د نر په نسبت په میراث کې نیمه برخه ورکول شوې او دا له ښځو سره ظلم دی.

دا سمه خبره ده چې په آیت کریمه کې راغلي:
للذکر مثل حظ الانثیین …

خو موږ به په اسلام کې د ښځو په اړه نور داسې موارد هم مطالعه کړو چې پر ښځو لګښتونه وضع شوي وي بیا به معلومه شي چې په اسلام کې ښځو ته دا حق ورکول انصاف دی او که نه؟

د اسلام په دین کې د ښځې حق په هغه ډول ورکول شوی لکه څرنګه چې له دې سره مناسب دی.

دا مسلمه خبره ده چې د ښځې جوړښت له نر سره ډېر تفاوت لري، په دې اړه موږ او تاسو ساینسي تحقیقاتو ته مراجعه کولی شو.

څرنګه چې د ښځې جوړښت له طبعې پلوه دا صفات لري:
حیاناکه، زړه سواندې، نرم دله، وېرېدونکې او…

او له جسماني پلوه دا صفات لري:
جوړښت یې کمزوری، اولادونه زېږوونکې، د بېلابېلو نسایې او ولادي ناروغیو درلودونکې او….

بناءً په اسلام کې له ښځې ډېری مالي مصارف اخستل شوي او د نارینه و پر ذمه ور اچول شوی، لکه:
ـــ کله چې میرمن له نارینه سره واده کوي نو نارینه به دې ته مهر ورکوي (چې پوره تفصیل یې ډېر اوږد دی تاسو یې په اړه مطالعه وکړئ) دا مالي بوج پر سړي شته خو ښځه ورڅخه خلاصه ده.

ــــ نارینه به له واده وروسته ښځې ته خوراک، څښاک او جامه ورکوي او میرمن په دې اړه د کوم مالي لګښت بوج پر غاړه نه لري.

ـــــ نارینه چې له میرمنې سره واده وکړي نو کور او د اوسېدلو ځای به ورته برابروي له دې مالي مصرف څخه د مېرمنې ذمه فارغه ده.

ــــ کله چې د نارینه او میرمنې اولادونه وشي نو د اولادونو بشپړ مصارف د نارینه پر غاړه دي مېرمن ورڅخه خلاصه ده.

ـــــ کله چې د چا اولاد وشي نو عقیقه کول، پسه حلالول سنت دي او دا مصرف به پلار کوي پر مور نشته.
که په یوه کورنۍ کې یو لیونی، شل او داسې مریض وي چې خپل ځان ته روزي نشي پیدا کولی د هغه خوراک، څښاک، د اوسېدلو ځای او تداوي د هغې کورنۍ پر نارینه وو ده او میرمنې ورڅخه خلاصې دي.

ــــ که په یوه محله کې یو مړی پیدا شي نو شرعي مسئله ده چې له قسامت وروسته به د دې مړي وارثانو ته د خطا قتل دیت د همدې محلې خلک ورکوي، دا دیت د محلې پر نارینه و دی د محلې مېرمنې ورڅخه خلاصې دي.

که په لنډ ډول ووایو ښځه له مالي مصارفو په اکثري ډول په اسلامي ټولنه کې خلاصه ده؛ بناءً مېرمنې مال ته دومره اړتیا نه لري لکه نارینه، نو انصاف دادی چې د چا پر ذمه لګښتونه ډېر وي هغه ته په میراث کې حصه هم زیاته ورکول شي، داسې پرېکړه په کفري ممالکو کې ظلم دی چې د اولادونو او کورنۍ د مالي مصارفو په سلو کې پنځه څلوېښت سلنه مصرف د مېرمنې پر غاړه ده، په غرب کې چې د مېرمنو پر ذمه دومره مالي بوج ښودل شوی باید ښځه هم په دفترو کې له نارینه و سره کار وکړي، هم باید د ښځو وزارت وي، هم باید مېرمنو ته له سړو سره په هر میدان کې د کار کولو مساوي حق ورکول شي.

په ګران هیواد افغانستان کې چې موږ د اسلام د نفاذ کوښښ کوو، نو ښځه زموږ مور، خور، کورودانه یا لور ده، زموږ مسلمانې مېرمنې دي په اسلام کې د مور ، خور، کورودانې او لور حق مطالعه کړي، اسلام دومره حقوق ورکړي چې د بل هر نظام لمن ترې تشه ده، که د دوی پر هغو حقوقو تېری وشو بیا دي هم مظاهرې وکړي او هم دي طالبانو ته ظالمان ووایي، اوس چې کومې مظاهرې روانې دي دا هسې د کفارو تقلید دی او زموږ له اسلامي او افغاني هویت سره هیڅ سمون نه خوري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبيح اللّه

مولوي صاحب د ښځو حقوق ته د يهودو ډير غټ نظر ده او په ښکاره يهود دعوه نه کوي خو ده امريکا په واسطه د ان جي او په واسطه لاس وهنه کوي۔ او بل ده چي مصر کي يوه کانفرنس وشوه په دي واسطه چي په عربو کي مصر ډير پرمختګ کړي د ساينس او ثقافت له نګاه نه۔ هغه کانفرنس ته 4th world conference وشو۔ د هغه مقصد وه ښځه بايد ده ميړه نه تنخوا واخلي دکور په کار۔ دوهم ښځه بايد د ميړه نه اجرت واخلي په حامله توب تکليف باندي دريم ښځه که تبيعت نه وي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx