نظــر

افغانستان د يرغلګرو قبرستان- فضلي پکتیاوال

لیکوال: فضلي پکتياوال

په افغانستان کې د طالبانو مقابله د امريکا په شمول د نړۍ له (۴۹) هيوادونو سره روانه ده، دا مقابله په سياسي اعتبار د يوه او د يوه لک مقابله ده، په ټولنيز لحاظ د يوه او د يوه کروړ مقابله ده، او په عسکري لحاظ د يوه او د يوه ارب مقابله ده، خو سره له دې بيا هم افغانستان د مغربي عسکري قوت او طاقت لپاره قبرستان جوړ شوی، افغانستان ته د پادشاهانو قبرستان ويل شوی، دلته لويه برطانيه راغلې وه او ماتې يې وخوړه، دلته روس هم يو په څلوره ماتې خوړلې، خو اوس چې امريکا او متحدين يې له کومې ماتې سره مخامخ دي ديته د برطانيه او روس ماتې هيڅ هم نه دي، ځکه چې برطانيه او روس په افغانستان کې له افغانانو سره کومه جګړه کوله هغه يې په يوازې ځان کوله، خو امريکا په افغانستان کې په يوازې ځان جګړه نکوي، بلکې د ناټو د (۲۸) هيوادونو تر څنګ د (۲۰) نورو سپيشل پورس عسکرو لرونکو سره په افغانستان کې په جګړه اخته ده، د دې مطلب دا ده چې امريکا د ټولې نړۍ له اتيا فيصده قوت سره په افغانستان کې له طالبانو سره په مقابله کې ده، نو ځکه به د امريکا ماتې يوه تاريخي لوبه وي، د پورته يادو خبرو تفصيل په لاندې ټکو کې را خلاصه کوو :

@ په افغانستان کې د امريکا او د هغوی د متحدينو تر ټولو ستر هدف هغه په افغانستان کې د طالبانو او القاعده له منځه وړل وو، خو اوس په خپله غربي رسنۍ ابلاغوي چې په افغانستان کې هم طالبان شته او هم القاعده، د طالبانو د موجوديت حال خو دا دی چې د يو شمير مرستندويه ټولنو د راپورونو پر اساس دوی تر اوسه نه دي توانيدلي چې د افغانستان نيمايي برخې ته ور داخل شي، ځکه د دوی په وينا په همدغو سيمو کې طالبان واکمن دي، نو له څوالس کاله جګړې وروسته د طالبانو همدومره موجوديت او قوت د امريکا او د متحدينو لپاره يې ښکاره د ناکامی ثبوت دی.

@ په افغانستان له قبضې وروسته امريکا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر (مجاهد) د نيولو لپاره خپل ټول قوت صرف کړ، اما تر اوسه يې نه هغه نيولی او نه يې د هغه ځای معلوم کړی، امريکا څو ځلې اعلان کړی چې هغه يې وژلی، خو دا خبرې هم وروسته له هغه سپينې شوې کله چې هغه مرکه کړې او مسلمان ملت ته يې يو ډول ډاډګيرنه ورکړې، امريکا د هغه په سر په سلګونه لکه ډالر اعلان کړی او د امريکا دا خيال چې همدومره لوی لالچ به ورکړی شي تر څو د هغه کوم خاص ملګری دوی ته د هغه د ځای ځائيګي په هکله معلومات ورکړي نو د امريکا همدغه توقع هم تر همدې دمه له خاورو سره خاورې شوې، له عسکري قوت وروسته د امريکا لپاره تر ټولو لوی قوت ډالر دي، بلکې په اصل حقيقيت کې همدا ډالري قوت د امريکا لپاره له عسکري قوت څخه لوی دی، ځکه ډير ځايه په اوسني وخت کې امريکا يو کار د عسکري قوت له مخې نشي کولای، اما ډالري قوت هغه کار بيا ورته کولای شي، خو د طالبانو د مشر په باره کې د امريکا همدغه قوت هم يوازې خړ کاغذ ثابت شوی.

@  په افغانستان د حملې کولو په لومړي وخت کې امريکا ادعا کوله چې په افغانستان کې جمهوريت پلی کوي او د کوکنارو کښت له منځه وړي، امريکا وکولای شول چې د بمونو او ميزايلو تر سيوري لاندې جمهوريت راولي، خو په نړې کې مروج جمهوريت يې اوس مهال په شرمونو شرمولی، ځکه چې غربي رسنۍ په خپله ابلاغوي چې په افغانستان کې جمهوريت يوه لوبه او تماشه ده، د افغانستان په جمهوريت کې ووټ خرڅيږي، په لکونو ووټونه جعلي وي، او د ووټ اچونکو فيصدې له لسو زياته نه وي.

@ کوم وخت چې امريکايان افغانستان ته راغلل نو اعلان يې وکړ چې دوی په افغانستان کې د بيا وداني کارونه کوي، اما وليدل شول چې د وداني پر ځای يې په بربادي پيل وکړ، له تيرو څو کلونو راهيسې غربت په زياتيدو دی، شايد ستر لامل يې دا وي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کوم چې طالبانو ختم کړی وو اوس بيخي اوج ته رسيدلی او د هيرئينو د قاچبرانو لپاره يو جنت جوړ شوی.

@ ټرانپريس يوه انټر نيشنل مغربي اداره ده، د همدغې اداره د رپوټ له مخې افغانستان دا مهال په ټوله نړۍ کې بد ترين هيواد دی، په افغانستان کې سياست د ډالرو ډګډګي ته نڅيږي، هر څه پکې مصنوعي دي، او دا هر څه د امريکا او د هغوی د متحدينو د ناوړه فکر او دانش نتيجه ده.

@ د مغربي دنيا د څيړونکو مطابق په افغانستان کې له امريکا او د هغه له متحدينو سره د جګړه کونکو طالبانو شمير تر (۲۰۰۰۰) زيات نه دی، او د هر طالب په مقابل کې د امريکا، د هغه د متحدينو او د ملي اردو څخه ګډ (۱۵) نفره موجوديت لري، خو د همدغې شميرې با وجود د افغانستان زياتره سيمې له طالبانو سره دي، او هره ورځ د افغانستان په مختلفو سيمو کې د امريکا او نړيوالو عسکرو تر غوږونو د فدائي حملو، بمي چاودنو او چريکي حملو غږونه رسوي.

@ د سلامتي او ترقي په باره کې د انټر نيشنل کونسل د يوې تازه ټولپوښتنې له مخې د افغانستان (۹۲) فيصده ځوانان د (۱۱) ستمبر د پيښې په باره کې هيڅ ډول معلومات نلري، د دې مطلب دا دی چې امريکا په څوارلسو کلونو کې خپله شرميدلې مقدمه افغانانو ته وړاندې (پيش) نکړه.

@ د يوې ټولپوښتنې له مخې په افغانستان کې (۴۳) فيصده ځوانان په خپلو سيمو کې د امريکا په هکله سخته منفي رايه لري.

@ د يوې ټولپوښتنې له مخې په افغانستان کې (۴۰) فيصده ځوانان په دې اند دي چې امريکايان دلته په افغانستان کې د اسلام له منځه وړل غواړي.

@ (۶۱) ځوانان په دې پوهيږي چې د افغانستان د ملي اردو عسکر له امريکايانو او نړيوالو عسکرو پرته له طالبانو سره د مقابلې توان نلري.

@ (۲۵) فيصده ځوانان بيا وايي چې د ملي اردو عسکر به بالاخر له طالبانو سره يو ځای کيږي.

@ د يوې ټولپوښتنې له مخې د ملي اردو (۳۹) فيصده عسکر له طالبانو سره همکار دي.

@ د فرانيسې خبرې ادارې (اې – ايف – پي) مطابق طالبانو د مستقبل لپاره ډير ښه کردار اداء کړی، ځکه يې ورځ تر بلې سياسي اهميت لوړيږي.

@ امريکا په (۲۰۰۱) کې افغانستان ته راغله، هغه مهال يې په جګړه کې له پنځوسو کم عسکر له لاسه ورکړل، او دا دی اوس له څوارلس کاله جګړې وروسته هره مياشت له سلو زيات عسکر له لاسه ورکوي.

@ څوارلس کاله مخکې امريکا غوښتل تر څو طالبان په بشپړه توګه له منځه يوسي، او دا دی اوس له طالبانو سره د مذاکراتو غوښتنه کوي، له شک پرته مذاکرات د امريکايانو حکت عملي ده، په دې معنی چې امريکا په عسکري او ډالري قوت ونه توانيده چې طالبانو ته ماتې ورکړي، که نه نو څنګه کيدلای شي چې هغه څوارلس کاله مخکني وحشيان او درنده ګان دې د مذاکراتو غوښتنه وکړي.

@ امريکا په تيرو څوارلسو کلونو کې کوښښ وکړ تر څو د طالبانو په مينځ کې کوم درز راولي، کله وايي اصل مسئله د القاعده ده له طالبانوسره کوم مشکل نلرو، کله وايي افغانان دې په خپله د ځايي او د بهرني توپير وکړي، خو تر اوسه امريکا په طالبانو کې کوم درز نه ده پيدا کړی، او بالمقابل په امريکايانو کې اختلاف پيدا شوی، ځکه چې يو شمير امريکايان له افغانستان څخه د عسکرو ويستل غواړي او يو شمير نور يې بيا په بل نظر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x