افغانستانروغتیا

ملګري ملتونه په افغانستان کې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو تنخاوې ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه په افغانستان کې د روغتیا څانګې د زرګونو کارکوونکو د معاشاتو ورکولو پرېکړه کړې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې چې ټاکل شوې ده روانه اونۍ د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) لخوا په افغانستان کې د زرګونو روغتیايي مرکزونو اړوند ۲۵ زره ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو معاشات ورکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ سره نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، امریکا اروپا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې؛ خو تیره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان ته د پیسو د لیږد په موخه یو شمېر نړیوالو بنسټونو ته ځانګړي جوازونه صادر کړل.

ددغو ځانګړو جوازونو له لارې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ۱۵ ملیونه ډالر ترلاسه کړي او په دې توګه به افغانستان کې د روغتیايي څانګې د کارکوونکو د اکتوبر میاشتې معاشات ورکړي.

د ملګرو ملتونو د آسیا او آرام سمند پیسفیک رئیسې «کاني ویګنا راجا» واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې دا پیسې د (UNDP) بانکي حساب ته د لیږد په موخه د افغانستان یو خصوصي سوداګریز بانک ته لیږدول کیږي، چې طالبان به ورته هیڅ لاسرسی نه لري.

نوموړې زیاته کړې دا کار به لنډمهالی وي؛ خو هیله یې څرګنده کړه چې له اکتوبر میاشتې وروسته هم د اړتیا په صورت کې د روغتیا نړیوال سازمان، د سره صلیب او د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق(یونیسیف) په ګډون نړیوال بنسټونه هم د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو ورکولو لپاره ورته اقدام وکړي.

آغلې «ویګناراجا» دغه راز خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې روغتيايي کارکوونکو ته معاشات ور نه کړل شي، ښايي د افغانستان روغتیايي نظام سقوط وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتو له مخې په هېواد کې دولتي مامورینو ته د معاشاتو د ورکړې بهیر پیل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د ملګرو ملتونو دی کار آباد وی طالبانو نه څخه یو قدم مخی ته شول. طالب بیچاره په جومات کی په وظیفی لوی شویو سره د ملت د لوژی غم چیری دی هغوی د چوکیو په تقسیمات کی بوخت دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx