افغانستان

برښنا شرکت: د بېلونو نه ورکوونکو زورواکانو جايدادونه به وپلورل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي، کوم  پخواني دولتي چارواکي او زورواکان، چې د برښنا بيلونه نه ورکوي، دوی به يې د پورونو تر لاسه کولو لپاره جايدادونه وپلوري.

د برښنا شرکت مسؤولينو ویلي، دوی د برښنا پورونو تر لاسه کولو لپاره پر يوه طرحه کار کوي او  د کابيني له پرېکړې وروسته به وکولای شي، چې د نسکور شوي حکومت کوم چارواکي او زورواکان د برښنا پوروړي دي او بېلونه نه ادا کوي، تر پېژندنې وروسته به يې جايدادونه وپلورل شي.

د نسکور شوي حکومت ډېری چارواکي او زورواکان د برښنا شرکت څخه شاوخوا پنځه سوه ميليونه افغانۍ پوروړي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې داسې اندېښنې او ګنګوسې ښکته پورته کيږي، چې د برښنا بيلونو نه ادا کېدو له امله به د برښنا صادروونکي هېوادونه پر افغانستان برېښنا قطع کړي، خو د برښنا رياست خلکو ته ډاډ ورکړی، چې برښنا به نه قطع کيږي.

د برښنا شرکت د عملياتي رياست مشر صفي الله احمدزي تېره ورځ له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د برښنا صادروونکو هېوادونو سره يې د بېلونو د ادا کولو په تړاو خبرې کړي او هغوی هم ډاډ ورکړی، چې برښنا به نه قطع کيږي.

د احمدزي په وينا برښنا شرکت نوي ميليونه ډالره پوروړی دی او ډېری دولتي چارواکو او زورواکانو له تېرې اوږدې مودې راهيسې د برښنا بيلونه نه دي ورکړي.

د افغانستان د برښنا ډېری اړتيا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه پوره کيږي.

د برښنا شرکت مسؤولين وايي، دوی هڅې پيل کړي، چې په لنډ وخت کې د برښنا صادروونکو هېوادونو پورونه ورکړي او دغه ستونزه حل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

پلورل یې د حل لار نه ده

اسلامی امارت باید یوه جامع طرح جوړه او له مخې یې ټول هغه املاک چې لاندې ستونزې ولري په موقت ډول د حکومت د ملکیت او بهره برداری برخه وګرزي:

1) د ملي خاینینو املاک هغه که ځمکې دي، کورونه دي، او یا فابریکې یا شرکتونه
2) غصب شوې ځمکې، کورونه او شرکتونه تر څو یې څښتن پیدا شي
3) تر دعوا لاندې ملکیتونه
4) او داسې نور

ملي خاینین باید د خاصې باصلاحیته محکمې له خوا تعریف او شناسایي شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx