افغانستاننړۍ

افغانستان ته د ډالرو د انتقال مخنیوي لپاره د پاکستان مرکزي بانک تازه اقدامات

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د ډالرو د انتقال د مخنیوي لپاره تازه اقدامات پورته کړي دي.

ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان مرکزي بانک ټولو صرافانو ته امر کړی چې د ۵۰۰ یا تر دې زیات ډالرو اخیستونکي او لېږونکي دې بیومیتریک شي.

تر دې وړاندې صرافانو محض د پاکستان د تابعیت تذکرې یا شناختي کارت کاپي ښودلو سره ډالر اخیستلی شول.

د مرکزي بانک د نویو اقداماتو له مخې افغانستان ته تلونکي کسان هر ځل تګ کې تر ۱۰۰۰ زیات ډالر او په کال کې له ۶زره ډیر ډالر له ځان سره نه شي وړلای.

راپور زیاته کړې چې پاکستان مرکزي بانک دغه اقدام د پاکستان څخه افغانستان ته د ډالرو وتلو د مخنیوي او د کلدارې د ثبات لپاره کړې ده.

تېره ورځ یو ډالر د کلدارې مقابل کې ۱۷۱ روپۍ ته جګ شوی و.

تېره ورځ بیزنس ریکارډر په یوه راپور کې ویلي وو چې هره ورځ په اوسط ډول له پاکستانه افغانستان ته دوه میلیونه ډالر قاچاق کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په بازارونو کې یو ډالر په ۱۷۱ کلدارې تبادله کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان په بازارونو کې د یوه ډالر بیه آن تر ۱۸۲ کلدارې رسیږي چې د دواړو هېوادونو د بازارونو تر منځ ۱۲ کلدارې توپیر ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx