ټکنالوژي

د فیسبوک ۶ ساعته بندیز؛ ټیلیګرام په یوه ورځ کې ۷۰ میلیونه نوي کاروونکي موندلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د ټیلیګرام موسس وايي چې د فیسبوک، وټساپ، انسټاګرام او مسنجر ۶ ساعته بندیز د دوی د اپلیکشن میلیونونه کارونکي زیات کړي دي.

تېره ورځ فیسوک، وټساپ، انستاګرام او مسنجر د یوې تخنیکي ستونزې له کبله د څو ساعتونو لپاره له کاره ولویدل.

د فیسبوک دغه لنډ بحران د ټولنیزو رسنیو نورو اپلیکشنونو او ویبپاڼو ته د نوو کارونکو لاسته راوړلو په یوه فرصت بدل شو.

ټیلیګرام موسس وايي چې ۷۰ میلیونه «مهاجرین» ټيلیګرام سره یواځې په یوه ورځ کې یوځای شوي دي.

د راپورونو له مخې فیسبوک شرکت د دغه ۶ ساعته بندیز له کبله شاوخوا ۷ میلیارد ډالر تاوان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx