افغانستان

سي آی ای د «صفریک» او «صفر دو» ۷زره کرایه شوي عسکر له افغانستانه ویستي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا استخباراتي ادارې یا سي آی ای د صفر یک او صفر دو قطعاتو ۷زره کرایه شوي عسکر چې جنګي جنایات او د بشري حقونو په نقض متهم دي له افغانستانه ویستي دي.

د انترسپټ ورځپاڼې د راپور پر اساس سي آي ای د اګست د میاشتې په وروستیو دوه اونیو کې د صفر قطعې اړوند کسانو ویستل خپل لومړیتوب ټاکلی و.

د راپور پر اساس صفر قطعې اړوند عسکرو د اګست په میاشت کې له امریکايي ځواکونو سره د کابل هوايي ډګر ساتنه کوله او له خلکو یې رشتوونه اخیستل.

راپور زیاتوي چې د صفر قطعې یو عسکر له یوه افغان ترجمانې څخه د هوايي ډګر په دروازوه کې ۵زره ډالر واخیستل څو یاد ترجمانه، خاوند يې او درې بچیان یې هوايي ډګر ته داخل کړي.

دغې ترجمانې الجزیرې ته ویلي و چې د دوی خپلوانو چې صفر قطعې عسکرو ته یې رشوت نه و وکړی د دوی له خوا ډبول شوي وو.

صفري قطعات چې د سي آی ای لخوا روزل شوي او د سي آی ای ځانګړی ملاتړ ورسره و د شپنیو چاپو او د ملکي وګړو په وژنه مشهور ول.

انټرسپټ لس چاپو معلومات راټول کړي چې صفر یک قطعې په وردګ ولایت کې اچولي دي او حداقل ۵۱ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو د څار کمیسیون یوې مشرې چې د صفریک قطعې د وحشتونو په اړه یې راپور چمتو کړی دی ویلي وو چې امریکا باید هغه کسانو ته ځای ورنه کړي چې جنګي جرایم او د بشر د حقونو د نقض مرتکب شوي دي.

راپور ویلي چې صفري قطعي هيڅکله د خپلو کړنو لپاره مسوول نه و، دوی لنډ اعدامونه یا صحرايي محاکمې کړي او نورې بيلابېلې سرغړونې کړي دي.

د صفر یک قطعې اکثریت پرسونل قطر ته وړل شوي وو او له هغه ځایه امریکايي نظامي اډو ته په امریکا او جرمني کې انتقال شوي دي.

صفري قطعې که څه هم د یوې هوکړې له مخې په ۲۰۱۰ز کال کې د افغانستان ملی امنیت سره یوځای شوې خو دغه قطعات بیا هم د سي آی ای لخوا تمویلیدل.

په ۲۰۱۹ کې چې کله د افغانستان د امنیت شورا مشاور حمدالله محب څخه د صفر یک قطعې په اړه وپوښتل شول هغه یې په اړه ناخبري وښودله.

محب وویل چې دوی له امریکایانو وغوښتل چې د دغه قطعاتو په اړه معلومات ورکړي چې دوی څه ډول عملیات سرته رسوي، څوک په کې شریک دي او د دوی جوړښت څه ډول دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د صفر قطعې عسکر جنګي مجرمین نه دي، دوئ د جنګي جنایاتو عیني شاهدان دي. دوئ اصلاً د ریاست امنیت ملي رسمي کارمندان وه او ټول عملیات یې په کابل کي د ریاست امنیت ملي د منصوبینو په هدایت کول. دوئ په خپل سر یو مچ او یوه غوماشه نه ده وژلې. دا چي دوئ د هیواده څخه ایستل سوي دي د دې خبري ثبوت دی چي زموږ اصلي قاتلین او مجرمین به په نظام کي باقي پاتیږي چي نور زیات معصوم او مظلوم افغانان په نوو نومونو او شعایرو ووژني

سرفراز زنیخېل

ښه ښول چی دا خبیث او کثیف انسانان یی له دپاکی خاورې ورک شول افغانان باید ددوی دهریوه په هکله معلومات راټول کړی او دا معلومه کړی چی دا کسان دکوم ولایت ولسوالی او دکوم ځای او دچا کور او کاول دی تر څو په راتلونکی کی یی ددوی دکورنیو په هکله معلومات ولری او دافغان تبعیت ځینی واخستل شی او که چیری دوی دافغانستان خاورې ته دننوتلو کوشش وکړی نو په اړه باید دقیق معلومات د کشفی ارکانونو سره موجود وی دا ملی خاینین دی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx