ورزش

ملي لوبډله نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه قطر کې تمرينات ترسره کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام په موخه د قطر هېواد ته ورسېده چې هلته به تمرينات ترسره کړي.

ملي لوبډله چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ عربي اماراتو ته سفر وکړي، د وخت کمښت له کبله د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په مرسته د چهارشنبې په ورځ قطر ته ورسېده چې هلته به يوه موده تم کيږي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې د لوبغاړو لپاره د عربي اماراتو ويزې ترلاسه کړي خو تر دې دمه دغه ستونزه دوام لري، خو د ویزې ستونزې تر هوارېدو به یاده لوبډله قطر کې خپل تمرینات ترسره کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نن ټکی اسیا ته ویلي چې ياد وزارت د قطر څخه د لوبغاړو د انتقال او هلته د تمریناتو ترسره کولو غوښتنه وکړه چې هغوی هم ومنله.

په عربي اماراتو کې د هند غوره لیګ پېل، د لوبغاړو د ویزې ستونزې، افغانستان څخه عربي اماراتو ته د پروازونو ستونزې، هغه لاملونه دي چې عربي اماراتو ته یې د لوبډلې مستقیم سفر ځنډولی دی.

د کرکټ بورډ د وینا له مخې د ملي لوبډلې په دغه سفر کې روزونکي، یو شمېر کارکووونکي او ۲۲ لوبغاړي شامل دي، په دې کې د ۲ پرځای ۴  احتیاطي لوبغاړي هم مل شوي. دغه راز به د عربي اماراتو او نیپال څخه هم ځینې لوبغاړي لوبډلې سره یو ځای شي.

د تېر خلاف دغه ځل تمه ده کېده چې کرکټ بورډ به د نړیوال جام لپاره ځوانه لوبډله چمتو کړي او ځینې نور پخواني لوبغاړي به له لوبو لاس په سر شي. خو د شاپور ځدران، دولت ځدران، حمید حسن، اصغر افغان او محمد شهزاد شاملېدل د کرکټ مینوالو لپاره د حیرانتیا وړ او یوه تېروتنه بلل کیږي.

د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو به د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په عمان او عربي اماراتو کې پېل شي، خو افغانستان به د محمد نبي په مشرۍ په ۲۵م اکتوبر خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx