نظــر

د اکتوبر اوومه (۷) د اشغال توره ورځ، بلخوا افغان او جهادپال عزمونه

صفی الله “احساس”

شل کاله وړاندې په همدې ورځ زموږ په ګران هیواد افغانستان کفري او خونړی یرغل وشو، داسي یرغل چې له امله مو د هیواد زیاتي پرګنې، لوړ کدرونه او ستر جهادي شخصیتونه مو له لاسه ورکړل، ولس مو د پردیو او خپلو اجیرانو له لاسه وکړېد او شهید شو، دیني مدارس، مساجد، مکاتب، پوهنتونونه او روغتونونه مو له خاورو سره خاوري شوو او له منځه لاړل. دا یرغل نه یوازي دا چې نظامي یرغل وه بلکه فکري یرغل هم وه، ډېری افغانان د فکري یرغل ښکار شول، د همدې اشغال پلوي شول او له اشغالګرو سره اوږه په اوږه د افغان حریم او د دین په تخریب ودرېدل.

بلخوا یو ټولی او بادرکه افغان غیور ولس د خپلي دیني فريضې او الهي حکم سره سم د دې تور اشغال په وړاندي را پورته او په یوه امر او تر یوه قیادت لاندي یې یوازي د الله تعالی په توکل سره په داسي حال کې حق جهاد ته مخه کړه چې د مادیاتو او اسبابو له پلوه هیڅ وه خو عزم یې متین او ارادې یې پخې او اوسپنیزې وې..

دوی د اشغال په وړاندي یوازي په الله تعالی باندي په توکل محض سره په خالي لاس داسي جهادي او مثالي قیام وکړ چې مثل یې په نړۍ کې نه تر سترګو کېږي، په ډېرو سختو شرائطو، اقتصادي مشکلاتو کې یې خپل عزمونه لوړ او مورال عالي ساتل، د کفر هر راز اسبابو، وسائلو او فشارونو یې عزمونه ټیټ نه بلکه لا لوړ کړل، د الله تعالی په لار کې یې د کفر او اشغال په مقابل کې هر رنګه سختۍ په ځان ګاللې…

له دې سپېڅلي او خدای پاري ټولي څخه دلته یو تن ملنګ شخصیت د هغه په یوه جهادي خاطرې بیانولو سره در یادوم:

‏د غزني ولایت په یوې وتلې پرتې غرنۍ سیمه کې یو تن باتور، متقي، د لوړ هوډ څښتن او ملنګ شخصیت وه، نوم یې متین قاري صېب وه، د نوموړي لکه څرنګه چې نوم متین وه همداسي یې هوډ، عزم، اراده او ایمان هم متین وه. زما یاد دي! د نوموړي څهره د یوه ملنګ او عاجز انسان وه، د ده اړوند د باتورۍ کیسې ‏او بیا وروسته د ده څهرې ته کتنه هیڅ د مقایسې وړ نه وه،زړه نه منله چې دا هغه شخصیت ده چې ما یې په اړه اورېدلي ول.

د نوموړي ملګری کیسه کوي:( قاري صېب د اشغال په لومړیو او سختو شرائطو کې جهادي خدمت د بایسکل په مټ پیل کړ، نوموړی د ماینونو بې مثاله او وتلی مسلکي وه، ده راته کیسه کوله: ‏یوه ورځ مي واورېدل چې د کابل/ کندهار په عمومي سړک د اشغالګرو ټانګونه راتلونکي دي، ما د دې خبري په اورېدو سره سمدستي ماین په ګونۍ کې واچاوه او د بایسکل په کونجغه مي وتاړه، روان شوم ترڅو د ټانګونو تر را رسېدو مخکي ماین ښخ کړم، کله چې سړک ته وختلم له لږ مزل وروسته که ګورم تانګونه زما ‏هدف ته تر وار مخکي را رسېدلي دي، زه حیران پاتي شوم چې دا خو مخامخ ور باندي ورغلې، ځان هم نشې ترې بچ کولای ماین هم درسره ده، څه به کوې؟! خو په الله تعالی مي توکل وه مال درځه چې هرڅه پېښ شول. اشغالګرو امریکایانو ټول مسافر وړونکي موټر درولي ول هیڅ یې د ځان خواته نه ور پرېښودل ‏زه هم له بایسکل څخه ښکته شوم او د سړک غاړي ته ودرېدلم، له لږ ځنډ وروسته د امریکایانو یوه ترجمن را غږ کړ، زه ور روان شوم. د سړک غاړي ته یو جر(لښتی) هم وه ترجمن بایسکل راڅخه واخیست او له جر (لښتي) څخه یې را سره واړاوه او راته یې وویل کاکا ځه لاړ شه په مخه دي ښه شه. ده زما څهرې او قوارې ته په کتو سره دا ګمان وه چې ګواکه ‏زه یو تن عام او غریب کار کس یم خو خبر نه وه چې زه یې سخت دښمن یم.
زه چې تر دوی را تېر شوم نو مي وویل چې واقعاً د الله تعالی ساتنه او په هغه (ج) توکل ستر نعمت او بې مثاله ډال ده.)

هوکې! که یو خوا اشغال سخت او ځپونکی وه خو بل خوا زموږ د غیور او مجاهد ملت عزمونه داسي لوړ او په الله تعالی یې داسي ‏توکل وه چې تصور یې نه کېده. همدا خو وجه ده چې نن آزاد او خپلواک یوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx