افغانستان

د امریکا له لورې افغان پوځ ته د ورکول شویو وسلو په اړه د واشنګټن انديښنې

نن ټکی آسیا(چارشنبه،زمري۸مه،۱۳۹۳ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې مشر «جان سپکو» په یوه وروستي راپور کې ویلي،چې د امریکا حکومت له ۲۰۰۴ع کال راهیسې د افغانستان پوځ او پولیسو ته شاوخوا ۷۰۰ زره/ ۷ اوه لکه میله وسلې ،چې ټولټال ارزښت يې ۶۲۶ ملیونه ډالره دي ورکړې؛ خو اوس دا درک نشته، چې دا وسلې چیرې دي او څه شوې.

افغان نظامیانو ته ورکول شوي وسلې څه شوې؟

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکي ادارې (SIGAR) د راپور په اساس افغان عسکرو ته د امریکا له لورې ورکول شوي ۴۰ سلنه وسلې ورکې او یا غلا شوي دي.

جان سپکو وایي، افغانستان ته د امریکا اوبهرنیو ځواکونو ورکړې وسلې؛ د غلا، ورکېدو او یا هم ناوړه ګټې اخیستنې له خطرونو سره مخامخ دي.

دی وایي، موږ زیات اندیښمن یو چې، د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو اخیستل شوي وسلې ممکن د طالبانو منګولو ته ورغلې وي او هغوی به یې اوس امریکایي او افغان عسکرو پر ضد کاروي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پلټونکي ادارې (SIGAR) له لورې په خپاره شوي راپور کې راغلي،چې د افغان ملي اردو او پولیسو روزنه او تجهیز، افغانستان ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پالیسۍ اصلي برخه ده؛ خو د پوځ او پولیسو د تجهیز لپاره مسولیتونه سم نه دي ټاکل شوي.

راپور زیاتوي، افغان ځواکونو ته په ورکړل شویو وسلو کې څلور لکه او پنځه شپیته زره سپکې وسلې هم شاملې دي؛ خو دا شمېر سم نه دی او دا ځکه چې د امریکا د دفاع وزارت راپور د ډير اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.

هغه وویل ځیني وسلې د افغانستان له اړتیاوو زیاتې دي،او علت يې هم دا دی،چې افغان ځواکونه د زړو وسلو د ترمیمولو په ځاي،نويو وسلو ترلاسه کولو ته ډېره لېوالتیا لري او ممکنه ده، د وسلو د زیاتوالې خطر لا سخت شي،ځکه په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو شمیر کم شوی دی .

ښاغلي جان سپکو همداراز دا هم وویل، چې امریکايی اژانسونو په افغانستان کې د نامناسبو مرستندویه پروژو په چوکاټ کې ملیارډونو ډالر بې ځایه لګولي دي .

اندیښنې او ګواښ:

د دې راپور له خپراوي سره هم مهاله په افغانستان او واشنګټن کې دا اندېښنه را پیدا شوې ده ،چې کېدای شي په زرګونو هغې وسلې،چې افغان حکومت ته ورکړل شوې وې؛ د طالبانو لاس ته ورغلې وي؛ ځکه نه له افغان حکومت او نه له واشنګټن سره د دې وسلو ، پرزو او نورو نظامي تجهیزاتو کره ارقام او لیسټونه شته .

د راپور په وینا، دافغان حکومت د کمزورې وړتیا له کبله ، دا ګواښ شته ،چې دا وسلې به د طالبانو لاس ته ورغلې وي.

راپور د افغانستان په دفاع وزارت تور لګولی ،چې دوسلو د ثبتولو لپاره یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او دوی ته د خپلو پلټنو پر مهال دا معلومه شوې، چې د وسلو له زیرمتون او ډيپوګانو څخه ځینې وسلې ورکې شوې دي .

د سرچینې له قوله،دا چې ناټو په پام کې لري،چې په 2017 کال کې دافغان ځواکونو شمېر له 352زرو څخه 228 زرو ته راکم کړي ؛ چې په دې وخت کې نو بیا زیاته ویره شته ،چې یو شمېر وسلې به د بې کفایته او نااهله منسبوینو له لورې د زور او یا ټيټې بیې په بدل کې طالبانو ته په لاس ورشي .

راپور افغان حکومت ته سپارښتنه کوي ،چې لیسټ ته د وسلو د داخلولو چارې ته بیا کتنه او پاملرنه وکړي او د لیستونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي اوس مهال له افغان حکومت سره د شته وسلو په اړه دوه جلا جلا لستونه شتون لري.

راپور له پنټاګون څخه هم غوښتي دي ،چې له افغان حکومت سره د وسلو د لیست په برابرولو کې پوره مرسته وکړي او د هغو وسلو لست باید جلا جوړ شي ،چې تر اوسه هیڅ نه دي کاریدلي .

د سېګار د راپور په اړه د ملي دفاع وزارت غبرګون:

د ملي دفاع وزارت نن په رسمي ډول د سيګار ادارې هغه راپور رد کړ چې ګواکې دغه وزارت ته ورکړل شوې يو شمېر وسلې ورکې شوې دي.

د جان سوپکو په راپور کې ویل شوي ول، کله چې وسلې د افغان حکومت په واک کې ورکولې کېږي، نو بقا او ساتنې ته يې پام نه کېږي.

او بله حیرانونکې لا دا چې، د ملي پوځ په مرکزي وسله تون کې د وسلو له یو پر لس څخه زیاته برخه ورکه ده.

د ملي دفاع وزارت دغه راپور رد کړ او ويې ويل، ټولې هغه وسلې چې دغه وزارت ته ورکړل شوې ثبت او راجستر شوې او موجودې دي.

د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دفاع وزارت له لوري هيڅ ډول وسله نه ده ضايع شوې او که څوک دغه ادعا لري نو دفاع وزارت يې ځواب ويلو ته چمتو دى.

هغه زياته کړه چې په ملي دفاع وزارت، څارنوالي، قضا او استخبارات شتون لري، که وسله ورکه شوې وي دغه ارګانونه دې په اړه تصميم ونيسي.

د دفاع وزارت وياند د دې اندښینې په باب، چې ښایې ورکې شوې وسلې به د طالبانو لاس ته ورغلې وې، انکار ونه کړ او زیاته یې کړه، چې هو شاید هغوی ته د امريکايي ځواکونو پر کاروانونو د بریدونو پر مهال په هېواد سربېره په ځېنو قبايلو سيمو لاس ته ورغلې وي، خو د هغو مسوول د دفاع وزارت نه دى.

د دفاع وزارت چارواکي دا نه منې چې ګواکې دوی چا ته یا وسله ورکړې وي او یا دې د دوی منسبوینو غلا او یا چېرته پلورلي وي.

خو د طالبانو یوې باوري سرچینې نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته په دې اعتراف وکړ، چې دوی د اړیتا پر مهال د ملي اردو، پولیسو او آن اربکیانو وسلې رانیسي او ترلاسه کوي.

دغې سرچینې زیاته کړه، چې «موږ په زیاتو بریدونو او جګړو کې د غنیمت په توګه د عسکرو او پولیسو د وسلو د نېولو تر څنګ په ډېر مواردو کې داسې وسلې اخیستې دي، چې د برحاله پولیسو او عسکرو اړوند وي، خو د وسلو سوداګرو او یا د پولیسو خپل خپلوانو پټې کړې او خرڅې کړې وي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x