نظــر

د اکتوبر ۷مه ( یوہ رښتینې کیسه)

حفيظ الدين پيرزاده

کلونه وړ‎اندې کفري نړ‎ۍ ھغه فقھي اصطلاح چې وایي: کفر یو ملت دی ( الکفر ملة واحدہ )رښتینې ثابته کړ‎ہ!
خو آیا اسلامي نړ‎ۍ ھم یو ملت دی؟ دا لا نه دہ ثابته شوې!

ډیر کلونه پخوا، کفر په یوہ خوله د یوہ کوچني، ضعیف او ناتوانه مسلمان ولس د اجتماعي اعدام پریکړ‎ہ وکړ‎ہ! د ھغه مھال مسلمان دولت یې د پریکړ‎ې د تعمیل په منظور نړ‎یوال لوبغالي ته حاضر کړ‎!

ھیله دا وہ چې د ھغه مظلوم ولس، مسلمان گاونډیان به یې د گاونډیتوب حق اداء کړ‎ي، ننگه به یې وکړ‎ي خو یو وخت متوجه شو چې ھمدې مسلمانو گاونډیانو ورته له لاسونو نیولی و !!!!
بیا یې دا ھیله وہ چې د مکې او مدینې متولیان به یې مرستې ته را ودانگي خو ھغوی نه یواځې دا چې مرسته ونکړ‎ہ بلکې د کفارو د جنگي طیارو او ټانکونو چې پر ھاغه ضعیف ولس یې تجاوز کاوہ، د تیلو مصارف پر غاړ‎ہ اخیستي و.
بیا د امید سترگې گاونډیو علمای کرامو ته اوښتې خو د ھغوی ځینو د ډیزلو قراردادونه اخیستل او نورو یې د پھلا پاکستان نارې وھلې!!!
په کور دننه یې ھم ځینې داسې بې وجدانه غړ‎ي لرل چې پخپله خاورہ یې د غټو بمونو فرمائش کاوہ!

په لوبغالي کې ډیر شور و، د مظلوم ولس آواز تر ھیچا نه رسید، ان دومرہ ھم څوک حاضر نه و چې د ځان په اړ‎ہ یې صفایي واوري!
کلونه وړ‎اندې، په ھمدې ورځ یانې د اکتوبر پر اومه، په نړ‎یوال لوبغالي کې د نړ‎ۍ د بدماشانو لومړ‎ۍ قمچینه د ھغه وړ‎وکي مسلمان دولت پر لوڅ بدن په داسې حال کې ولگیدہ چې کافر او مسلمان تماشاچیانو ورته چکچکې وھلې!!!
کلونه وړ‎اندې د کافر او مسلمان په حضور کې یو ناتوانه ولس ته د داسې جرم سزا ورکړ‎ل شوہ چې ھغوی اصلاً نه و کړ‎ی او نه پر خبر ول!

ما دا کیسه بیگاہ خپلې ماشومې لور ته کوله، ھغې څو ځلې وپوښتلم: آیا دا رښتینې کیسه دہ؟! ما ھر ځل ځواب ورکاوہ؛ ھو!
ھغې به بیا پوښتنه کوله چې دا د کومو خلکو کیسه وہ؟! ما به ورته ویل: چې کیسه ختمه شي، درته یې وایم.
ھغې ته تر پایه دا جوته نشوہ چې کیسه د کومو خلکو په اړ‎ہ وہ خو د انساني او بشري ھمدردۍ پر پار یې د کیسې پر مھال ژړ‎لي او ویدہ شوې وہ، ما چې کتل پر مخ یې د اوښکو څاڅکي ھماغسې تازہ و.
زہ پوہ نه شوم د اوښکو ھغه څاڅکي زما له سترگو د ھغې پر مخ لویدلي و که د ھغې خپل و؟!!!
خو دومرہ پوہ شوم چې په دې ماشومه کې د ټولې اسلامي نړ‎ۍ د مسلمانانو څخه د یوې مظلومې او بې گناہ ټولنې سرہ د ھمدردۍ عاطفه په مراتبو ډیرہ وہ!

____________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د اکتوبر ۷/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ننې تش په نامه اسلامي ټولنه د کفرى نړۍ په ډول نڅا کاندي. او تش په نامه د اسلام او مسلمانيت دعوه داران دى. د دنیا په خاطر دين يې پريښي او ضلالت يې خپل کړي. الله پاک دي په مونږه رحم وکړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx