افغانستان

کندهار هوايي ډګر څخه نړیوال پروازونه بیا پیل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایتي مسوولین وايي چې د کندهار د «احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر» څخه نړیوال پروازونه بیا پیل شول.

د کندهار د اطلاعات و کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله نړیوال په ټويټر ویلي چې د احمدشاه بابا هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو لپاره اماده دی.

نړیوال زیاته کړې چې نن سهار  د کندهار-ایران تر منځ یو پرواز په منظم ډول ترسره شو. دغه پرواز ۵۶ مسافر له کندهار څخه ایران ته ولېږدول.

د یادونې وړ ده چې د کندهار د احمدشاه بابا هوايي ډګر ته داخلي پروازونه د وږي په ۱۳مه پيل شوي دي خو دا لومړی ځل دی چې له یاد هوايي ډګر نړیوال پرواز کیږي.

افغانستان ته تجارتي خارجي پروازونه د وږي د میاشتې په ۲۲مه په محدود شمېر کې پیل شوي دي. حاضره کام ایر د کابل-اسلام اباد او قطر ایرویز د کابل-دوحې تر منځ پروازونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx