افغانستان

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل کې له افغان سیال سره کتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یوه هیئت سره کابل ته راغلی دی او له افغان لوري سره یې په ترانزیت، ريل پټلۍ او برښنا په تړاو خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې په دغه ناسته کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کاملوف وویل چې ازبکستان تل د دواړو هیوادونو پر ګډو ګټو تمرکز کوي او د ازبکستان سیاست د افغانستان په تړاو له نورو مسایلو سره تړاو نه لري.

کاملوف وویل چې ازبکستان د ترانزیت، انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې افغانستان وضعیت عادي حالت ته په راګرځېدو دی.

ښاغلي متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر څخه مننه وکړه چې هیواد یې په اوسنیو شرایطو کې د مزارشریف هوايي ډګر بیا رغونه کې مرسته کړې.

د یادونې وړ ده چې د تېر رژیم تر سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانستان ته د سیمې د هیوادونو بهرنیو چارو وزیر سفر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x