روغتیا

د فایزر واکسینو اغیز ۶ میاشتې وروسته تر نیمایي کمیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): امریکا کې د یوې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې څرګنده شوې چې د امریکایي واکسینو «فایزر» اغیز د کووید-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې له لګولو شپږ میاشتې وروسته تر نیمایي ټيټيږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د امریکایي شرکت فایزر او جرمني شرکت بیونټیک په ګډه چمتو شوی واکسین چې په لومړي سر کې د کرونا پر ضد ۸۸ سلنه اغیزناک دی، د دوهم دوز لګولو شپږ میاشتې وروسته یې اغیز ۴۷ سلنو ته راټیټيږي.

د ترسره شوې څیړنې پایله ښيي چې په روغتون کې د بسترېدو او مړینې مخنیوي لپاره دغه واکسین د دوهم دوز لګولو وروسته لا هم لږ تر لږه شپږ میاشتې ۹۰ سلنه اغیزناک وي، حتی د کرونا ویروس خورا ساري بڼې «ډیلټا» پر وړاندې یې اغیز هم ثابت دی.

له دې وړاندې ویل شوي وو چې د فایزر واکسینو اغیز لږ تر لږه له ۱۲ میاشتو وروسته کمیږي، خو د یادې څیړنې معلومات ښيي چې د ددې اغیز کمېدل د کرونا د ساري ډولونو بېلا بېلې بڼې دي، چې له کبله یې واکسین خپل اغیز کموي.

دغه ځیړنه د ۲۰۲۰م کال دیسمبر کله چې واکسین لومړی چمتو شول، او د ۲۰۲۱م کال د اګست ترمنځ په ۳.۴ ملیونه هغو کسانو چې د فایزر واکسینو دواړه دوزونه یې کړي، ترسره شوې او په یوه طبي ژورنال کې خپاره شوي، چې له یوې میاشتې وروسته خپل اغیز کمېدل پېلوي او تر شپږو میاشتو نیمایي ته راټيټيږي.

پایلو ته په کتلو پوهان له شپږو میاشتو وروسته د فایزر د دریم یا بوستر دوز لګولو وړاندیز کوي، تر څو د واکسینو د اغیز موده زیاته شي.

له تېرې اوږدې مودې راهیسې امریکا او د یو شمېر هېوادونو پوهان پر خلکو زور راولي چې د کرونا پر ضد د دریم دوز واکسین هم ولګوي، تر څو د یادې ناروغۍ مخنیوی وکړي، په همدې موخه امریکا کې د خلکو د تشویق لپاره د یاد هېواد ولسمشر جو بایډن هم تېره اونۍ دریم دوز واکسین ولګول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx