نظــر

دلته هر زورور مات او په ګونډو شوی!!

حماد افغان شیرزاد
له نن څخه شل کاله وړاندې په همدې ورځ چې د میزان پنځلسمه او د میلادي کال د  اکتوبر ۷مه نیټه وه، د امریکا سورخامار د خپلو نورو اشرګرو سره د افغانستان په پاکه او اسلامپاله خاوره د خپل پوره غرور او تکبر سره راغله او اشغال یې وکړ، دلته یې د تاریخ هغه جنایات او تراژېدۍ تکرار کړې چې د انسانیت تاریخ ترینه شرمیږي. دوی دلته د وحشت داسې داستانونه د تاریخ پاڼو ته پریښودل، چې چنګیز، تیمورخان او انګریزانو هم نه وه کړي.
خو لله الحمد نن دا ورځ په داسې حال کې راغلې چې هغه د وخت او د عصر د فرعون غرور او زبرځواکي له خاورو سره خاورې او په ډېره ذلیلانه توګه له دې جهادپالې او په هر وخت کې دښمن ته هدیره ګرځېدونکې خاورې ماته وخوړه او خپلې لښکرې یې وویستلې.
تیر ځل موږ دا د اشغال توره ورځ په داسې وخت لمانځله چې همغه ورځو کې د هیواد بیلابیلو سیمو کې د وحشت داستانونه ثبتېدل او د دې ملت میندې او ځوانې پیغلې کونډې او بورې کېدلې، دلته داسې ناخوالې او غمیزې وې چې هره ورځ د افغانستان فضاء په وینو بدبویه وه، د جنازو قطارونه وه، د اوښکو او سلګیو باران وه، خو همتونه او عزمونه لوړ وه، دا خلګ د تیر په څېر نور هم ولولو او جذبه کې راتلل د خپلې خاورې د اشغال ختمولو په موخه د خپلو سرونو او مالونو تیر وه. نن ورځ موږ په خوښۍ کې یو، هغه قربانیو مو ثمره راوړې چې تیرې دوه لسیزې موږ ورکړې، تیر کال مو په دغه ورځ هم خاوره حسا او فکرا اشغال وه، خو نن موږ آزاد یو، استقلال مو تر لاسه کړی، هغه استقلال چې د ترلاسه کولو لپاره دلته هرې کورنۍ ګلورینې او یوسف مخې ځوانۍ قرباني کړې، هغه استقلال چې لپاره لوی ملاصیب وکړېدلو او په پردیسۍ کې له موږ د خپل حقیقي مالک په طرف لاړو، هغه استقلال چې د ترلاسه کولو لپاره یې منصور ټول بدن په دې مینه کې د پتنګ په څېر وسوځولو، هغه چې د حقاني کورنۍ ګلالي بچي ورته قربان شول، هغه چې د امیرالمؤمنین بچي د ترلاسه کولو لپاره پر ځان باورد وتړل او تر څنګ سلګونه فدایان چې ورته تبریکي وایم هم قربان شول. الحمدلله
تاریخ په دې شاهد دی چې کوم قوم او ملت په قربانۍ او میړانې دریغ نه وي کړی، هغه قوم د غلامۍ ځنځیر نه دی منلای، افغان قوم او دا اسلامپال ملت د نړۍ په مسلمانانو کې ډېرې ځانګړنې او خصوصیات لري، چې یو یې هم د قربانۍ ځانګړنه ده چې په برکت یې یو اشغال هم دلته نه دی توانېدلی، چې دوی غلامان او خاوره یې اشغال کړي، تیرو سلو کلونو کې دلته د نړۍ دریو زبر ځواکونو چې د نړۍ زیات هیوادونه یې لاندې کړي وه او خپل د خوښې حکومتونه یې هلته تپلي وه دوی مات او نورو قومونو ته هم دا روحیه ورکړه چې دا خلګ له خپلو وطنونو وشړي. خو متأسفانه په نورو خلکو ناوخته شوې وه، که څه هم هغوی آزادۍ واخیستلې خو لا هم هغوی فکري غلامان او په خاوره کې یې د استعمارګرو قوتونو کړنې اوس هم دود او رائجې دي. یواځینې قوم افغان دی چې دوی انګریز، روس او دا دی اوس د شلمې پیړۍ زبر ځواک امریکا هم ماته کړه او هم یې د هغوی له لورې تپل شوی نظام او فکر هم محوه او یوځای ورسره خاورو ته کړ. دا د افغان قوم یو داسې ویاړ او افتخار دی چې هیچا ندی ترلاسه کړی، هسې خو افغانان د خپل تاریخ ډیرې سابقې لري، هغه چنګیز خان چې په نړۍ لکه د تور او وحشي سیلاب راخوشې شو، دلته مات او په تیښته شو، تیموخان (لنګ) له دې ځایه ناکام ووت، د وخت نورو قومونو بیا بیا دا هڅې کړي چې دا خاوره تر خپلو قدمونو لاندې کړي خو نه دی توانېدلي، عثمانیان چې که څه هم زموږ د فکر او عقېدې خلګ وه هم افغانانو پرینښود چې دلته واکمني وکړي بلکې هغوی دا ورسره ولیکل چې د خراسان حاکمان دې تاسې یاست او دومره لویه امپراتوري وه خو بیا هم له افغانانو په دې ویره وه چې دا خلګ موږ ته خطر جوړ نه شي او له همدې امله یې دې خلکو ته زیاته توجو او پاملرنه کوله.
افغانان یو ډېر خوشبخته قوم دی چې دوی د خپلو دښمنانو د ماتولو ستر ویاړ او افتخار بیا ترلاسه کړ، اوس وخت کې د نړۍ په سطحه او بیا په دې خطه کې د مسلمانانو داسې یو سپیڅلی او پاک نظام نشته، دا نظام د ټولو هغه شل کلنو قربانیو ثمره او نتیجه ده چې افغانانو ورکړې، اوس د دغو نظام ساتنه او نور امت ته د آزادۍ فکر ورکول د افغانانو وجیبه ده.
دلته ډېر وګړي داسې وه، چې هغوی د اشغال په مانا او مفهوم یا نه پوهېدل او یا هم ځانونه یې متجاهل کړي وه، اشغال ته یې اشغال نه وېل بلکې د وخت له دې جنایتکار دښمن سره یې لاس یو کړی و، د هیواد آزادي یې او اصیلې پرګنې یې ننګولې وې، د پردیو په لمسون یې دلته د خپلو مظلومو هیوادوالو بې دریغه قتل عام وکړ، خو که هر څنګه وه لاړه هغه د وحشت دوره تیره شوه اوس د ظهور او اوښتون نوې څرک پکار دی، د دې ګړېدلي ولس هغه هیلې ارمانونه چې یې لري پوره کول پکار دي…. چې باید په پوره متانت او همغږۍ سره ورته کار وشي، هغه ولس ځورېدلی او کړېدلی دی نور ځان وویني او خوښي احساس کړی…
د هیواد د سوکالۍ او دلته د شته ستونزو او مشکلاتو د حل او د ولس د بشپړې خوښۍ په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x