نظــر

طالبانو افغانستان له تجزیې وژغوره!

نور مدين بلخېل

طالبان د افغانستان یو ملي حرکت دی، کله چې په ۱۹۹۴ کال کې طالبان په کندهار کې را پیدا شول، نو په افغانستان کې یو بد حالت حاکم و، چې آن افغانستان د تجزیې له ګواښ سره مخ و، ځکه په هغه وخت کې د ډاکتر نجیب د وخت متعصب پرچمي جنرالان چې له وړاندې یې د افغانستان د ملت د بربادۍ پروژه مخته وړه، د جمیت اسلامي سره یو ځای شول او د جمعیت د ګوند غړیتوب کارتونه د احمدشاه مسعود له خوا ورته توزیع شول، چې په نتیجه په افغانستان کې یو بل خونړی جنګ په شدت سره روان و، طالبانو په سرعت سره د افغانستان ولایتونه ونیول، طالبانو کابل هم ونیو، دغه د وطن او ملت دښمنان یې له دې خاورې ورک کړل او افغانستان یې په یو واحد ملت بدل کړ؛ موږ دا نه وایو چې طالبانو مشکل نلرل او یا یې اوس نلري خو باید دا هم ومنو چې افغان ملت د وحدت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې، دا ډول حالات یوازې په اوس وخت کې نه بلکې د معاصر تاریخ په نورو وختونو کې هم تکرار شوي لکه د امیر عبدالرحمن او نادرشاه په وخت کې دا ډول سرکشۍ او خپلسرۍ روانې وې، چا مرکزي حکومت نه مانه او چا به خپل ولایت کې ملوک الطوایفي نظامونه جوړ کړي وو، خو ولې د تورې په زور دا هر څه ختم شول نو بناء پر دې طالب هم په ورته حالت کې ښخ و، کوم چې دا هر څه یې سم کړل.

کله چې د طالبانو نظام نسکور شو، دغه متعصبین او د ملت دښمنان د امریکا په زور بیا قدرت ته ورسیدل او په نتیجه کې د افغانستان ملت یو ځل بیا د بې اتفاقۍ له مرض سره مخ شو، په دغه مرض کې افغانان رنځوان شول، امریکا هڅه وکړه چې د افغانستان د وروڼو قومونو په منځ کې د ژبې او قوم تفرقه واچوي، چې همداسې یې وه هم کړل، تاسو ولیدل چې هره ورځ د افغانستان قهرمانانو ته کنځل کیدل، لکه احمدشاه بابا، امیر عبدالرحمن، غازي امان الله خان او داسې نور په بدو نومونو سره یادیدل، هر وخت به د افغانستان په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د دغو اتلانو عکسونه پاکیدل او توهین به ورته کیده.

دغو بیکاره خلکو به کله ویل چې افغان نه منم او کله به یې ویل د افغانستان نوم نه منم، چا به ویل افغانستان باید تجزیه شي او پوله باید هندوکش وي، چا به ویل باید موږ باید د ترکستان په نوم ځان ته هیواد ولرو او نورو به بیا د خراسان نارې وهلې؛ لطیف پدرام چې آن د خپل کلي خلک هم ترې ناراضا وو، دا ډول خبرې به یې په ډېر جرئت سره کولې چې هر حساس افغان به له دې حالته ډېر بد وړل، دغو بدبختانو داسې فکر هم نکوه چې افغانستان به یو ځل بیا د طالب ګوتو ته ورشي او دوی به دلته د قدم ایښودو ځای هم ونلري، دوی به طالبانو ته سختې غورې پرشې هم کولې، خو د لوی خدای مهرباني وه چې د طالب په راتګ سره دوی لکه د پردي موسم مرغان له وطنه وتښتیدل او دا ولس د دوی د شر نه په امان کې شو.

طالبانو ته اوس یو چانس په لاس ورغلی، باید له دې چانس څخه اعظمي استفاده وکړي او بیا باید هیڅکله خپل وطن د لیوانو او ګیدړانو په لاس کې ورنکړي، یو ملي حکومت جوړ کړي او د تولو افغانانو برخه هغه که نارینه وي او که ښځینه او یا که د هر قوم، مذهب او سمت وي ورکړي، تر څو د افغانانو خپلمنځي مشکل د تل لپاره هوار شي، زما په نظر یوازې د سر او مال امن د یو سالم امنیت په مانا نه دی، بلکې د ژوند او جایداد د خوندیتوب تر څنګ هر چا ته خپل مادې او معنوي حقوق په متوازنه توګه سپارل د امنیت او سوکالۍ بنسټ دی، طالبان باید د افغانستان د خلکو درد او غم په کامله مانا درک کړي، دوی ټولو ته یو ډول عامه خدمات وړاندې کړي، مینه ور سره وکړي، د هغوی د حیثیت او عزت ساتنه وکړي او افغانستان یو ځل بیا د معاصر تاریخ په پاڼو کې وځلوي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان اتباع بايد يو شان او مساوى حقوق ولري. مګر هغه وطن پلورونکي پرديپاله جاسوسان چي د اشغالګرو په چوپړ کې وه او افغان وژنه يې کوله ټول امتيازات او افغانى هويت ورځني تل د پاره واخستل شي. او ټول مال او اموال دي مصادره او بيت المال ته دي وسپارل شي..

طوطی

خو کچیری داسی مقرریانی وی چی ټول له یوه سره ملایان وی بیا نو فکر نکوم چی دا حکومت هم استقرار پیدا کړی ځکه چی ملا به هیڅ کله ونشی کړای چی دا وطن د اقتصادی بهران څخه وباسی او یا سیال د دنیا والو یی وګرځوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx