نظــر

د اکتوبر اووم د یوې ټولنې د اجتماعي اعدام د پیل ورځ!

ابوبکر خپلواک

له نن کابو شل کاله پخوا هغه وخت چې زه د نُو میاشتو ماشوم وم، امریکا او نیمې نړۍ د اکتوبر په اوومه زموږ په ګران هیواد نظامي ظالم یرغل وکړ.

ددې لپاره دلایلو ته نه اړم کیږم چې تر څو ثابته کړم،  چې د امریکې راتګ دلته یرغل و او کنه؛ هر عاقل افغان که خپل سر ګریوان ته ښکته کړي، او په شل کلن داستان د فکر نیلي وزغلوي، حتمن به یې له خولې دا جمله ووزي

« څه ظالم یرغل ۇ! »
هغوي چې دا جګړه د حق او باطل څرګنده معرکه نه ګڼي، ورته د هغه وخت د معاصر فرعون بوش همدا جمله کاپي او شاپي ده، چې ویل یې دا جګړه د صلیبي جګړو یو بله برخه ده!

هغوي چې دا جګړه یوازې تر مسافر او مهاجر م،جاهد اس،امه بن لا،دن ت،قبله الله پورې منحصره ګڼي باید دا د ظلم داستان لس کاله پخوا توقف شوی وای.

خو نه ددې یرغل ریښې تر باطل او کلیسا رسي، دا خبرې مې په ایمان هسې ادعا او احساسات ندي، په باب یې ډېر څه د دلیل او ثبوت لپاره لرم.

اووم د اکټوبر د نړیوال ترورېزم بارزه نموه ده، هغه چې مظلوم او په خټینو کورو کې میشت افغانان د نیمې نړۍ د باروتي جګړې سره مخ شول، رښتیا هم اووم د اکتوبر ددې ټولنې د اجتماعي اعدام د پیل لومړۍ ورځ ده.

هغوي چې دا جګړه د چرسو او تریاکو، بیارغونې او فساد ضد مبارزه ګڼي، پیل به یې نظامي یرغل نه ۇ، د اچین مادر بم ته بیا ضرورت څه ۇ.

یرغل دومره پراخ او ټول شموله ۇ چې د اکثریت زیږو پښتنو څخه یې هم افغاني غرور واخیست، پیژنم داسې افغاني کرایه شوي مجریمین چې د امریکا په نظامي پنډغالو کې په مزدورۍ باندې به یې فخر کولو.

د همدې پراخ یرغل او یرغمل شوي ځوان قشر د بیا فکري سمون لپاره خو پکار دا وه چې نن هم صالحو قلموالو د همدې ورځې په باب نوي ځوان نسل ته خورا ډېر څه لیکلي وای، خو متأسفانه چې داسې ونشول.

کنه بدون لدې چې مدحه او ستاینه وکړو، لغات او اصطلاحاتو ته ادلون بدلون ورکړو، یوازې که د شل کلن اشغال غمیزې درج کړو، ځوان قشر بیا کولاي شي خپل دوښمن په هر لباس کې شناسي کا، د دوستی تر چتر لاندې د غرب دوښمني بیا پېژندلای شي، هغه زهر چې یرغلګر یې د شیدو په رنګ کې یرغمل شوي ملت ته ورکوي وار له مخې تر پرهېز کولای شي.

دا چې نن افغان اولس سوکاله او آزاد دی، عمومي عفوه اعلان او د سختې او پېغوریزې لهجې څخه ځوانان اجتناب ته رابلل شوي، زه هم نور څه نه لیکم یوازې د هغه ملنګ صفته رهبر او قائد روح ته دوعا کوم چې په یووشتمه پېړۍ کې د افغان ملت داسې رهبري وکړه چې نتیجه یې د دریمې صلیبي جګړې څرګنده ماته شوه.

بل څوک نه یادوم! همغه د خاکرېز ولي الله یادوم چې په معاصر تاریخ کې یې د افغانانو یو بله زرینه حماسه هم ثبت کړه، روح یې دې ښاد، لارویان یې د ثابته قدم او صف یې دې تل بریمن وي!

آلهي! موږ افغانان له بل داسې آزمون وساته!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د اکتوبر اومه نيټه د افغانستان او افغانانو په تاریخ کې د انسانيت د درواغجنو حقوق پالونکو غربى کفرى نړۍ د وحشت او افغان وژنى ورځ ګڼل کېږي. الحمدلله د افغانستان د اصيلو او سپيڅلو مسلمانانو له خوا کفرى نړۍ د بى شرمي ماتې سره مخ شوه. اوس هم زمونږ په ګاونډ د ننه او بهر د کفارو او منافقينو دسيسې روانې دى، امارت اسلامى افغانستان بايد د دغه دسيسو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x