شعـــــرونه

خوږ پيغمبر دی/ زهاد

تپاند زهاد

خوږ پیغمبر دی
نبي سرور دی
ګران پر الله دی
دوست د اکبر دی

یس طه دی
هم والضحی دی
نورالبصر دی
بدرالدجي دی
د رب حبیب دي
خیر البشر دی

هم ګران مکي دی
هم مدني دی
هم مهاجر دی
هم قریشي دی
هم هاشمي دي
هم منور دی

ورک جهالت شو
ورک هم نفرت شو
ستا په راتګ زړه
ورک هم وحشت
په تور تمو کې
جهان ته لمر دی

هم محترم دی
هم مکرم دی
يو ستر لار ښود دی
هم معزم دی
ستر مجاهد دی
ستر زړه ور دی

ګل اصحابان یې
څلور یاران یې
حضرت صدیق و
علي عثمان یې
خالد عبیده
مل یې عمر دی
تل په زارۍ یم
خوار یم عاصي یم
تپاند زُهاد یم
ستا اُمتي یم

کرم یې غواړم
زما د زړه سر دی

صلی الله علیه واله وصحبه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x