
روسیه د افغان حکومت استازي مسکو کنفرانس کې ګډون لپاره راغواړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰ل): د روسيې د ولسمشر ویلاديمیر پوتین ځانګړی استازی وايي چې روسیه به د افغان حکومت استازي د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته چې د اکتوبر په ۲۰مه په مسکو کې کیدونکی دی افغان را وغواړي.
ضمیرکابلوف روسي خبري اژانسونو ته د دغه کنفرانس په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د مسکو کنفرانس به د افغانستان په اړه د G20 هیوادونو تر غونډې وروسته وشي. ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۱۲مه به د G20 هیوادونه د افغانستان سره د مرستو په تړاو غونډه وکړي څو د بشري ناورین مخه ونیسي.
مسکو تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه د یو کنفرانس کوربه و. په دغه کنفرانس کې امریکا، چین او پاکستان په ګډه یوه بیانیه صادره کړه او د جګړې پر اړخونو یې غږ وکړ چې سوله وکړي.
خو د مسکو تر غونډې ۵ میاشتې نه وی وتلې چې طالبان د افغانستان ټول ولایتونه ونیول او نوی سرپرست حکومت یې اعلان کړ.
افغان حکومت تر دې دمه د مسکو کنفرانس په تړاو څه نه دي ویلي.
ضمير کابلوف چې د نجيب له سپي هم بد راته، خو نن د طالبانو د سترګو تور دی. کابلوف که داسې ډېر په طالبانو او يا په اسلام مين او ورسره مينه لري، نو مسلمان دې شي. پاکستان په دې کوښښ کې دی چې د چين او روسې په مرسته وتوانيږي چې نور ګاونډيان يې هم په رسميت وپېژني. دوی خو اوس سوچه ملايي رااخېستې او د طالبانو په اداره کې د کار معيار تقوی او مدرسه ده. هغه څوک چې له دوی کار کوي، نو تقوی به لري او بله دا چې مدرسه به یې لوستې وي. دا به… نور لوستل »
سعيد رذيله ورک شه، هسي مرداري خبري کوي. تاسي په هيځ نه راضي کيږي او دافغان جامعي پرازيت ياست او الله د افغانستان له تاسي خلاص کړي. مرګ په شوراي نظار.
کاروان
که مسکو رشتیا ویلی وی چی د افغان حکومت استازی به وغونډی ته راوغواړی همدا جمله د افغان اوسنی دولت او نظام د په رسمیت پیژندلو لپاره کفایت نه کوی؟