نړۍ

برطانیه: دوتلو پروخت به ۱۸۰۰ فوځی موټري افغانستان کی پریږدو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵) برطانوی فوځي چارواکي وایی ددی لپاره چي دځواکونو دایستلو لپاره اساني جوړه کړي اراده لري چي راتلونکی کال کی له افغانستان څخه دوتلو پروخت ۱۸۰۰ فوځي موټري افغانستان کی پریږدي.

دبرطانیی فوځي سرچینو خبرداري ورکړی هغه فوځی موټري چی افغانستاني کی یی پریږدي دماستیف، وارتهوج اوجاکال په نامه سره موټره دي چي بیه یی ۳ دري ملیارډه برطانوي پونډه ته رسیږي افغانستان کی پریږي دي

، اونژدی ده چي هیواد به دفوځ لپاره ددغو موټرو په بدل کي نوري جدیدي اوعصري فوځي موټري وپیرودي.

دبرطانیی ددفاع وزارت څخه باخبره سرچینو خبرورکړی دی چي داقدم یی ددی لپاره پورته کړي دي چي له افغانستان څخه دځواکونواوعسکرو په وتلوکي اساني رامنځ ته کړي، چارواکي وایی ددغه پلان له مخي به دبرطانیی ددفاع وزیر وکولای شي چی دهیواد له خزانی څخه ۳۸ ملیارډه پونډه ترلاسه کړي.

څیړونکی وایی دارنګه کړني به ډیرسوالونه راپورته کړي، ځکه کله چی برطانیه غواړي له وتلو څخه وروسته دارنګه فوځي موټری دافغانستان حکومت ته وسپاري، کیدای شي دغه موټري دطالبانو لاس ته ورشي.

څرنګه چی برطانیه له افغانستان څخه دخپلو وسایطو دوتلو لپاره کافي الوتکي نه لري داسي ګمان کیږي چي برطانیه به دخپلو وسایطو دنقلولولپاره روسي الوتکي کرایه کړي، چی یوه الوتکه کولي شي څلورعراده موټري په یوه پله نقل کړي.

دبرطانیی له دفاع وزارت څخه سرچینو خبرورکړي دي چي ددغه پلان په اړه درواني میاشتي په اولوکی دبرطانیی دجنګ دوزیر ودفترته خبرورکول شوی وو.

له بله لوری په افغانستان کی دالمانی قواوو قومندان میجرجنرال مارکوس منلي چی روان کال کی په افغانستان کی دطالبانو له لوري ددوی دځواکونوپه خلاف چاودني څو ځلي زیاتی شوی دي، نوموړی زیاته کړه له کال ۲۰۰۲ څخه راپدی خوا روان کال لومړي کال دی چي ځواکونه یی دافغانستان په شمال کی له سختو چاودنو سره مخ شوی دی او ورته زیات تلفات اوښتی دي.

جنرال مارکوس نن سهار دافغانستان په شمالي ښارمزارشریف کی له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل، نوموړي زیاته دځواکونوپه خلاف یی هغه بریدونه چی دطالبانو له لوري دسپکو وسلو اوراکټ لانګچروپه واسطه ترسره کیږي دپخوا په پرتله ۱۵۰ په سلوکی زیاتی شوی دي، جنرال مارکوس زیاته کړه لوی خنډ چی زمونږ ځواکونه ورسره لاس اوګریوان دي هغه سرښندونکی بریدونه دي چی مخه نیول یی ډیرمشکل کاردي.

دیادولو وړده چی دالمان هیواد دافغانستان په شمال کی ۵۰۰۰ زره عسکرځای پرځای کړی دي چي ډیري یی دکندوز په ولایت کی پراته دي همدارنګه عسکري منابع وایی چي دروان کال په اوږدوکی یی په لسګونه عسکرو ژوند له لاسه ورکړی دي

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x