افغانستان

چاودنو ۲۰ اسراییلي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۳ل): فلسطیني مجاهدین وايي چې نن یې د غزې په تراډې د خان یونس په سیمه کې دوه کوره چې اسراييلي عسکر په کې پټ و، الوځولي او دننه يې ۲۰ عسکر وژلي.

د حرکة الجهاد الاسلامي نظامي څانګې سرایا القدس نن اعلان کړی چې دوی د خان یونس په ختیځ کې هغه دوه کورونه الوځولي چې دننه په کې اسراییلي عسکر وه. د دوی په وینا د چاودنې له امله زیات شمېر اسراییلي عسکر وژل شوي.

قسام هم دغه راز ویلي چې دوی د خان یونس په فراحین نومې سیمه کې یو کور چې اسراییلي عسکر په کې پټ وه الوځولی دی.

قسام او سرایا القدس په خبرپاڼو کې راغلي چې ددغو دوه چاودنو په ترڅ کې له ۱۵ تر ۲۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اسراییلو هم په خان یونس کې د خپلو ۳ عسکرو وژل او ۲۷ ټپي کېدل منلي دي.

د حماس مجاهدینو په مقاومت کې د اسراییلو په وینا د دوی ۵۴ عسکر وژل شوي. اسراییلي رسنۍ وايي چې دولت اصلي شمېرې د عسکرو د مورال د ټېټېدو په موخه پټوي.

۷۱ شهیدان

د اسراییلو په پرلپسې ړنده بمبارۍ کې نن د چهارشنبې په ورځ ۷۱ کسان  شهیدان شوي.

په غزې د تېرو ۲۴ ورځو اسراییلي یرغل څخه تر دې مهاله د شهیدانو شمېر ۱۲۹۸ او ټپيان تر ۷۱۱۵ څخه واوښتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x