ورزش

د سعودي وليعهد د ۳۰۵ مليونه يورو په ارزښت د پريميئر ليګ يو فوټبال کلب واخيست

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د سعودي وليعهد د ۳۰۵ مليونه يورو په ارزښت د پريميئر ليګ يو فوټبال کلب واخيست
د انګلستان فوټبال پريميئر ليګ اعلان وکړ چې ددې ليګ يوه کلب ۱۴ کلن تړون پای ته ورسېد او د اوږد انتظار وروسته د نوي مالک سره تړون ترسره شو.

د پريميئر ليګ کلب «نيو کاسل يونيټډ» نوی مالک د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان شو چې له اوږد انتظار وروسته د ۳۰۵ مليونه يورو په ارزښت يې دغه کلب خپل کړ.

د سعودي هېواد د عامه پانګوونې فنډ د ولیعهد بن سلمان لخوا رهبري کیږي او د کلب خپلول به یې نیو کاسل کلب د نړۍ یو له بډایه فوټبال کلبونو څخه کړي.

نيو کاسل اوسمهال د پريميئر ليګ له منځني کلبونو څخه دی، خو د شهزاده ابن سلمان له لوري ممکن د نړۍ له سترو کلبونو وګرځول شي.

د انګلستان پريميئر ليګ په يوه خپره شوې اعلاميه کې د پنجشنبې په ورځ ويل شوي چې د نيو کاسل کلب تړون د ۳۰۵ مليونه يورو په ارزښت ترسره شو، چې په دې سره د مايک اشلي ۱۴ کلن تړون پای ته ورسېد.

تمه وه دغه تړون تېر کال ترسره شي، خو د ۲۰۲۰م کال په اوړي موسم کې له ځنډ او خنډ سره مخ شو، ځکه چې انګلستان پريميئر ليګ اندېښنه څرګنده کړې وه چې ګواکې ددغه کلب کنترول به د سعودي حکومت په خپل لاس کې واخلي، او ددې لامل شهزاده ابن سلمان دی.

خو اوس پريميئر ليګ ډاډ ترلاسه کړی چې د کلب کنترول به د سعودي حکومت په لاس کې نه وي، بلکې ۸۰ سلنه به د شهزاده ابن سلمان پانګونې فنډ څانګه او ۲۰ سلنه به دوه نورې پارټيانې ترلاسه کوي.

بايد وويل شي چې د نړۍ ځينې ستر کلبونه د عرب شيخانو له لوري پېرل شوي، چې په دې کې مانچسټر سيټي کلب د ابوظبي شيخ او د پاريس سان جرمان کلب د قطري شيخ ناصر الخليفي اخيستې دي. دغه کلبونه په لوبغاړو کلنی مليونونه يورو پانګونه کوي، او د هرې لوبډلې بيه شاوخوا يو مليارد يورو کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x