ورزش

په بيګ باش ليګ کې د لوبې پرمهال د «دمې وخت» په تړاو په زړه پورې پريکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د استراليا بيګ باش کرکټ ليګ د نړۍ له هغو لیګونو څخه دی چې د کرکټ د لا دلچسپ کولو لپاره په زړه پورې نوې پريکړې پلي کوي.

دغې شل اوريز کرکټ ليګ يوه داسې تازه پريکړه کړې چې له مخې به يې د کرکټ لوبې پرمهال د اضافي وخت ضايع کولو مخنيوی کيږي او لوبغاړي به نور هم نظم او ډيسپلين خواته راکاږي.

د بيګ باش ليګ دغه نوې پريکړه د لوبې پرمهال د ۸م او ۱۳م اورونو ترمنځ د دمې وخت په تړاو ده، چيرته چې تر ۳ دقيقې وخت د خوارک، څښاک، مشورې او تاندولو لپاره ورکول کيږي.

نوې پريکړه په لاندې ډول ده:

که چيرې توپ وهونکی د دمې پرمهال له ورکړل شوو ۳ يا ۲ نيمو دقيقو اضافي وخت ضايع کړي، دوی به د «وړيا توپ» له سزا سره مخ شي.

وړيا توپ په دې معنا، که توپ وهونکی د دمې پرمهال اضافي وخت ضايع کړي، توپ اچونکي ته به فرصت ورکړل شي يو داسې وړيا توپ ترسره کړي چې توپ وهونکی به د توپ مخې ته نه ودريږي.

که چيرې له توپ اچونکي ويکټه خطا شوه، توپ وهونکی به يو ځل بيا توپ وهنې ته دوام ورکړي، خو که چيرې ويکټه ولګېده توپ وهونکی سوځول کيږي.

له دې وړاندې هم په بيګ باش ليګ کې داسې پريکړې شوي چې په لومړي سر کې حيرانونکې بلل شوي خو وروسته يې ګڼ شمېر د کرکټ نړيوالې شورا له لوري هم عملي شوې دي.

له دغو پريکړو څخه يې يوه د ويکټې په سر د رڼايي بينزونو شتون دی، چې لومړی په بيګ باش ليګ کې ايجاد شول او بيا نړيوالې شورا هم عملي کړل، دغه پريکړه په نړيواله کچه وستايل شوه او د لا وضاحت يو غوره ګام وبلل شو.

دغه راز په دې ليګ کې د پچې اچولو لپاره د سکې پرځای توپ پورته غورځول هم يوه حيرانونکې پريکړه وه، چې د بيګ باش ليګ په تېر پړاو کې عملي شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x