افغانستان

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر زوی په امریکا کې د ۲۰ میلیونه ډالرو یو قصر اخیستی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ زوی داوود وردګ د امریکا په کلیفورنیا کې د ۲۰.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قصر اخیستی دی.

د داوود وردګ دغه قصر په شاوخوا نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

امریکايي رسنۍ وايي چې د داوود وردګ د تجارت په اړه ډېر معلومات نشته دی خو د امریکا د عامه شرکتونو معلومات ښيي چې نوموړی د ای ډي کپيټل ګروپ په نوم د یو شرکت مشر دی.

همدا راز د نوموړي مشر ورور حمید وردګ هم یو تجار دی چې د نظامي تجهیزاتو د ترانسپورت شرکت لري.

دغه شرکت چې د ان سي ال هولډنګ په نوم دی د امریکا په ویرجینیا ښار کې ثبت دی خو د فعالیت اصلي ځای یې افغانستان دی.

د حمید وردګ یاد شرکت له امریکایانو څخه قراردادونه اخیستل چې یو يې هم د ۳۶۰ میلیونه ډالرو دوه کلن قرارداد و چې وروسته لانجمن شو او ځينو امریکايي رسنیو راپورونه ورکړل چې نوموړي دغه قراردادونه د رشوت په بدل کې اخیستي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

په رحيم وردګ دا تورونه ول چې نوموړي له خپل واک ناوړه ګټه پورته کړې. يوه خپلواکه اداره يې بايد څېړنه وکړي. که لاسوهنه يې کړې وي نو بايد مجازات او هم ترې بايد واخېستل شي او بيت المال ته وروسپارل شي.

عبدالله مجید وردک

د ناتو متجاوزینو هغه وردگ لاسپوسی بی دینان او د افغانستان ملی خاینین دیر خه راپه گوته کری ، لکه عبدالرحیم ، خالد ، اکلیل ، خرم ، او دکابل عزنی لویی لاری په اوگدو کی تیت په کلو کی د متجاوزینو نفتی او لوژستیکی قراردادیان باید شرعی محاکمه او زمکی او جایدادونه یی ضبط او دولتی شی ، او د وردگو قومی جرگی له خوا دا پلیدی او بی دینه او په مردارو پیسو مین اشخاص له وردگو شناسایی او وشرل شی ، دا ملی خاینین د بخلو ندی .

روح الله صفایی

د هیواد خلکو اصلاح کولو لپاره ، دوی باید لومړی هغه کسانو ته سزا ورکړي چې خورا غلا یې کړې وي. هغه څوک چې هګۍ غلا کوي مجازات کیږي او هغه څوک چې اوښان غلا کوي پدې سره هیڅ تړاو نلري. ایا دا اسلامي عدالت دی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x