افغانستان

رویټرز: نړیواله ټولنه په پام کې لري چې افغانستان ته نغدي ډالر ولیږي او په خلکو یې وویشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې نړیواله ټولنه په پام کې لري څو د افغانستان د روان اقتصادي کړکیچ د حل لپاره افغانستان ته نغد ډالر د افغان حکومت د تمویل او شاملولو  پرته ولیږي.

رویټرز وايي چې دغه مرستو لپاره دوه بيل پلانونه جوړ شوي دي. د لومړي پلان له مخې د خوراک نړیوال پروګرام به نغد ډالر افغانستان ته وړي او په خلکو به یې وشي څو خوراکي توکي پرې واخلي. د خوراک نړیوال پرواګرام حاضره هم نغدي پیسې په محدوده کچه ویشلې دي.

دوهم پلان دادی چې ملګري ملتونه به نغدي پیسې افغانستان ته وړي او خپلو کارمندانو ته به د افغانستان د بانکونو له لارې معاشونه ورکوي.

رویټرز وايي چې ملګرو ملتونو له افغان بانکونو سره د پیسو د ویش په چینلونو خبرې هم کړي دي.

راپور زیاتوي چې د اروپايي اتحاديې یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې که چېرته افغانستان [اقتصادي] سقوط شي نو اروپايي اتحادیه به یې بیه پرې کوي. هغه زیاته کړې چې «هيڅوک نه غواړي چې د طالبانو په رسمیت پيژندلو کې عجله وکړي خو موږ اړتیا لرو چې له دوی سره تعامل وکړو».

رویټرز وايي چې  اروپايي اتحادیه، برتانیه او امریکا د یو نړیوال بااعتباره وقف رامنځته کولو باندې غږیدلي څو  د افغان حکومت له شاملولو پرته داخلي خدمات تقویه کړي.

افغان حکومت تر دې دمه افغانستان ته د نغدي مرستو د پلانونو په اړه سوالونو ته ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
PATTANG

داخو په لومړي ځل ښه کار دی خو دائمي حل ندی ، دائمي حل یې طالبان په رسمیت پيژندل دي تر څو چې افغانان په خپله کار وکړي او کاري موقع ورته برابره شي ، تر څو پورې به مونږ خیراتونه خورو ، دشرم ځای دی !

طوطی

ښه خبره ده. دا بده ورځ همدغو کافرانو پدی وطن راوستی او باید یی اوس جبران هم کړی. طالب ته ضرور ده چی سیاست زده کړی او دنیا سره تعامل وکړی در غیر آن کیسه یی مفته ده.

AZIMI

د افغانستان غټ سیاست پوه ښاغلی طوطی بیا خپل نیک نظر د ویانا غالی پلورنځي څخه وړاندی کړ, چه ااا چارواکی د ډيری مودی راهسی یی په په انظار وه. اوس به انشالله کارونه بیرته ښه سی.

Rafiullah Rawan

اسلام علیکم ملګرو د نړیوال استکبار اړخونه بیحده ډیردی. نړیوالو مستکبیرینو د نړی، په ځانګړی توګه د مسلمانانو بیا دهغو مسلمانا چی ددوی سره یی سرندی خوځولی په وړاندی بی اندازی زیات چلونه چلولی دی. زما په نظر ددوی د چلونو څخه یو چل همدا دی چی په اسلامی خاوره کښی اسلامی حکومت په رسمیت مه پیژنه او د حکومت ددایری څخه بهرد ملک د خلکو سره اقتصادی مرستی وکړه ترڅو ولس په خپل حکومت بی اعتباره او د پردیو ریزه خواره جوړی سی. بله خبره پکښی داده چی دوی دا شل کاله زموږ بشری قوه ضعیفه، بیکاره، ټنبله او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x