ورزش

اسپانيا او فرانسې د اروپايي ملتونو ليګ پايلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د اروپايي ملتونو فوټبال ليګ په نيمه پايلوبو کې د اسپانيا لوبډلې ايټاليا، او فرانسې لوبډلې بيلجيم ته له ماتې ورکولو وروسته پايلوبې ته لار وموندله.

د ياد ليګ په لومړۍ پايلوبه کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، د اروپا فوټبال اتلولۍ ګټونکې لوبډلې ايټاليا له سختې لوبې وروسته د اسپانيا پر وړاندې په ۱-۲ توپير ماتې ومنله.

د دغې لوبې په لومړۍ نيمايي کې د اسپانيا مخکښ لوبغاړي فيران ټوريز دوه ګولونه راوړل، که څه هم دوهم نيمايي کې ايټاليا لوبډلې ډير کوښښ وکړ، خو يوازې په يو ګول راوړلو وتوانېدله.

دا په داسې حال کې چې ايټاليا له دې وړاندې د اروپا فوټبال اتلولۍ په نيمه پايلوبه کې په جولای مياشت اسپانيا ته ماتې ورکړې وه، چې اوس اسپانيا خپل بدل واخيست، او د اروپايي ملتونو ليګ نيمه پايلوبه کې يې ماتې ورکړه.

بل لوري ته په دوهمه نيمه پايلوبه کې د فوټبال نړيوال جام ګټونکې لوبډله فرانسه، او په نړيواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لرونکې لوبډله بيلجيم مخامخ شوې، چې ترمنځ يې په زړه پورې او زړه راښکونکې لوبه ترسره شوه.

دغه لوبه په داسې حال کې فرانسې وګټله چې په لومړۍ نيمايي کې بيلجيم دوه ګولونه راوړي وو، خو فرانسې هيڅ ګول نه و راوړی، د لوبې په دوهمه نيمايي کې فرانسې درې ګولونه راوړل او په وروستۍ شېبو کې يې بريا خپله کړه.

د بيجيم له لوري يان کراسکو لومړی ګول او روملو لوکاکو دوهم ګول راوړ، خو د فرانسې له لوري لومړی ګول کريم بنزيما، دوهم ګول کيليان امباپی او دريم ګول په ۹۰مه دقيقه کې هرنانډيز راوړ چې په مرسته يې فرانسې پايلوبې ته لار وموندله.

په دې سره به اسپانيا او فرانسه د اروپايي ملتونو ليګ په پايلوبه کې د يکشنبې په ورځ د اکتوبر په لسمه مخامخ کيږي، دغه راز ايټاليا او بيلجيم به د دريم مقام ترلاسه کولو لپاره په همدې ورځ ميدان ته ښکته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx