افغانستان

کندز: د یوه جومات دننه په لمونځ کوونکو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د کندز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د کندز مرکز اړوند خان اباد سیمه کې د یوه جامع جومات دننه چاودنه شوې ده.

ځايي سرچېنې وايي چې چاودنه د جمعې لمونځ پر مهال د اسعداباد په جامع جومات کې شوې ده.

د حکومت ویاند او اطلاعات و کلتور نشراتي معین ذبیح الله مجاهد ویلي چې چاودنه د اهل تشیع په یوه جومات شوې چې له کبله یې یو شمېر هیوادوال وژل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو ځانګړې قطعه د پېښې ځای ته رسېدلې او څېړنې یې پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته یو افغان چارواکي ویلي چې د جمعې ورځې په چاودنه کې حداقل ۲۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

طالبان سادګان دي او فکر کوي چې د حکومت په نیولو هرڅه ختم شول. دوی باید په دې پوه شي چې اصلي لوبه اوس پیل کېدونکې ده. امریکایان او د سیمې ګوډاګیان یې ارامه نه کېني دوی به لنډغرو، داعشیانو او نورو هېوادپلورونکو ته پېسې او وسلې برابروي او د طالبانو سره به یې جنګوي. طالبان باید ډېر هوښیار او بېداره اوسي. که یو ځل وضعیت مخ په خرابېدو شو، بیا به خلک هم ترېنه واټن ونیسي او دا به ډېره سخته وي. مننه

Karwan

تبريک مو شه شمالي ټلوالي، اوس مو ددايشيانو سره يوځاي بيا د مسلمانانو په وژنه شروع وکړه. اوس نو ملت بايد پوه شي، چه ځوک یي دوښمنان ول او دي. اوس بايد ولس سره يو شي او د دغي کرغيړني پديدي جرړي د افغانستان ځخه ورکي کړي. اولس ته پکار ده، چه دامنيتي ځواکونه سره همکاري وکړي او ددغو ظاليمو عناصرو پټ ځايونه حکومت ته ورپه ګوته کړي! الله دي دغه ټلواله تباه کړي. کاروان

طوطی

په هر صورت داعش ساده مه کڼی داعش سره نور همکاران هم شته چی په داخل د طالبانو کی یی غټی چوکیانی یی نیولی دی. داسی فکر مکوی چی حکومت مو ونیوه نور هر څه زمونږه شول. دلته څلویښت میلیونه خلک ژوند کوی دومره ساده کیږی مه طالبانو تاسو ته وایم ځانونه د ملګرو ملتونو په سیتم عیار کړی تاسو نه اسلام څوک نه اخلی سیاست زده کړی. د داعش په نوم پیسی تر لاسه کړی آخر پاکستان کی روزل شوی یاست خو د پنجابیانو دوه مخی سیاست مو زده کړی نده.

ځیرک څارونکی

خزعبلات او د بیشرمی حد او انتها ولی طالبان څه کرایی او دبهرنیو استخباراتو په لاس لوبیدونکی د شمال ټلوالی اربکیان او داعشی جګړه ماران دی چی د خپل حریف د وهلو لپاره هر ګند ته لاس اچوی او هیڅ اصول او مقررات په نظر کې نه نیسئ. طالبانو د خپل ظهور په اوایلو کې هم اسلحی ته لاس د یو اشد او محسوس ضرورت په اساس د مشروعو او عینی واقعیتونو په رڼا کې اچولی ؤ او په دوهم ځل هم، په اوسنیو شرایطو کې بی له طالبه بل هیڅ بدیل د افغانستان لپاره نشته که خلک خوشحاله کیږی… نور لوستل »

Karwan

څيرک څارونکي صاحب،
کور مو اباد او ډيره مننه. بلکل ښه نظر لري او زما هم همدغه نظر دي. په ډير درنښت. کاروان

عبدالرقیب

د طالبانو په حکومت کي باید داسي په اسانه ځانمرګي ونه سي، ځکه چي د ځانمرګو مارکیټ او د هغه ټول عمده او پرچون تاجران د دوئ پارټنر حقاني شبکې ته معلوم دي. دوئ باید په T ثانیه کي معلومات وکړي چي ځانمرګی څوک وو، چا وپیرئ او په څو یې وپیری او د افغانانو سره معلومات شریک کړي. دغومره د خدای فضل دی چي انس حقاني درې لاسونه نه لري، که نه د کرکیټ میچ په ورځ به یې په دریم لاس کي د داعش بیرغ رپاوه او دا د نن چاودنه به پر تاوانیدل.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x