
افغانستان
د افغان حکومت یو لوړرتبه پلاوی قطر ته روان شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت یو لوړ رتبه پلاوی نن ورځ قطر ته روان شو.
د دغه پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې یاد هیئت به د قطر هیواد له چارواکو او یو شمېر نورو هیوادونو له استازو سره په اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبرې وکړي.
په پلاوي کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجی محمد ابراهیم شامل دي.
د نوي سرپرست حکومت تر جوړیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت استازي بهرنی سفر کوي.