ورزش

کرکټ: افغانستان نن زمبابوۍ بیا ماته کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۳ل): زمبابوۍ ته د افغانستان سفر تر دې مهاله ښې لاسته رواړنې لري. افغانستان  د څلورو یو ورځېنۍ سیالیو سیریز برابر کړ او نن یې څلور ورځېنی سیالي د زمبابوۍ څخه په ۳۵ منډو وګټله.

افغانستان ننۍ لوبه د میرویس اشرف د ښه توپ اچونې (بالینګ) پر مټ وګټله، نوموړي ایله ۳۵ منډې په ورکولو د زمبابوۍ ۶ لوبغاړي وسوځول.

ننۍ بریا د افغانستان په پرمختګ کې یو مهم رول ولوبولو.

نن سهار زمبابوۍ په داسې حال کې لوبه پيل کړه چې ۶ ویکټې یې سوځېدلې وې او ۵۴ منډو ته یې اړتیا لرله.

زمبابوۍ سترګې لوک جونګو ته وې، نوموړي په لومړي پاڼه کې د زمبابوۍ له لوري زیاتې منډې کړې وې خو میرویس اشرف نوموړی ډير ژر وسوځولو.
زمبابوۍ خپلې وروستۍ ۶ ویکټې په ۳۴ منډو کې وسوځېدلې.

افغانستان د څلورو ورځو دوهمه سیالي د اګست په ۲مه په هراري کې کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx