ورزش

پاکستان نړيوال جام لپاره د لوبډلې نوملړ کې بدلونونه وکړل

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ بورډ د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام لپاره د اعلان شوي لوبډلې په نوملړ کې بدلون راوستی دی.

د پاکستان بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د اعلان شوې لوبډلې نوملړ په لومړيو کې د کرکټ پوهانو او مبصرينو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و.

خو د يادې کميټې مشر محمد وسيم د غبرګونونو په ځواب کې اشارتا ويلي وو چې نړيوال جام څخه وړاندې لوبډله کې تغيرات ممکن دي.

خو د کرکټ بورډ عمومي رئيس په توګه د رميز راجه ټاکل کېدو وروسته اوس د پاکستان کرکټ بورډ په يوې اعلاميې خپرولو ويلي چې په لوبډله کې يې درې لوبغاړي بدل کړي دي.

په ياد تغير کې د اعظم خان پرځای پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد شامل شوی دی. دغه راز حيدر علي د محمد حسنين پرځای او فخر زمان چې په احتياطي لوبغاړو کې و د خوشدل شاه پرځای شامل شوی دی.

بل لوري ته صهيب مقصود هم د ټپي کېدو له کبله له نامعلوم برخليک سره مخ شوی، چې له طبي معايناتو وروسته به يې په اړه پريکړه کيږي.

د پاکستان نوموتی توپ وهونکی شعيب ملک چې تازه يې په شل اوريزو لوبو کې ۱۱ زره بشپړې کړې او لومړی اسيايي لوبغاړی شو، لا هم د غوراوي کميټې له پامه غورځولی دی. خو داسې اټکل کيږي چې د صهيب مقصود پرځای شامل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx