
داعش وايي د کندز لمونځ کوونکي د دوی بریدګر وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ تله، ۱۴۰۰ل): د داعش ډلګۍ وايي چې د کندز ښار کې پر یوه جومات برید دوی کړی دی او سلګونه لمونځ کوونکي يې وژلي دي.
داعش ته منسوبې یوې رسنۍ ادعا کړې چې د کندز د جومات چاودنه د دوی یو بریدګر کړې ده او لږ تر لږه ۳۰۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
نن کندز ښار په یوه جومات کې د جمعې د لمونځ پر مهال چاودنه وشوه چې له کبله یې لسګونه لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شول.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې چاودنه د اهل تشیع په یوه جومات شوې، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي او دوی يې په تړاو تحقیقات کوي.
د کندز د ولایتي روغتون مسوولینو ویلي چې دوی ته ۳۵ تنه مړي او ۵۵ زخمیان ور وړل شوي دي. همدا راز د بې سرحده ډاکترانو روغتون ویلي چې دوی ته ۲۰ مړي او ډیر ټپیان راوړل شوي دي.
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع الله روحاني فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په نننۍ چاودنه کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې داعش ډلې تېره یکشنبه هم د کابل د عیدګاه جومات دروازې ته څېرمه په ملکي وګړو چاودنه وکړه او شاوخوا ۳۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
داعش خلاف عملیات
افغان امنیتي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د داعش ډلې ٢١ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
تېره چهارشنبه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور داعشیان او د سه شنبې په ورځ ۱۳ داعشیان د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې ونیول شول.
همدا راز د خوست والي مولوي محمد نبي عمري نن الجزیرې ته وویل چې ۴ تنه هغه داعشیان یې نیولي چې په دې ولایت کې يې د بریدونو پلان درلود.
هغه زیاته کړې وه چې نیول شوو داعشیانو په تحقیقاتو کې هغه کسان هم په ګوته کړي چې د دوی مالي او تسلیحاتي مرسته یې کوله.
ښاغلي عمري په وینا نیول شوي داعشیان له نورو ولایاتونو په دې نیت راغلي وو چې دلته مصئون ځای پیدا کړي او چاودنې وکړي.
هغه ویلي چې داعشیانو په تحقیقاتو کې ټول هغه اهداف هم ښودلي چې دوی پرې د برید پلان درلود.
This is because of taliban they break the jail .
دا اوس څه قصې رواني دي. هلته په ولایاتو کي چي د پوهنتونونو کومو استادانو چي د حزب التحریر تر چوکاټ لاندي داعش ته جلب و جذب او فعالیتونه کول، اوس ټوله د امارت د حقاني شبکې فعالین راخیژي او کابل ته ځي لوړ موقفونه ورسپارل کیږي. دلته بیا داعش د شیعکانو د قتل عام مسئولیت اخلي. هلته حقاني د امارت تر څنک د پخوانۍ بیوروکراسي تور سور او زرغون بیرغ رپوي. ټوله یو په بل کي سره لوت دي. دا کټ مټ لکه د هالي ووډ نوي فلمونه پخوا چي به دوه په یوه فلم کي نه سره یوځای… نور لوستل »