افغانستان

افغان استازي له امریکايي هيئت سره په دوحه کې ګوري

نن ټکی اسیا (شنبه، ١٧ تله، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت استازي نن شنبه او سبا يکشنبه د امریکايي استازو سره په دوحه کې ګوري.

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي دوحې ته سفر وکړ څو د ځينو هيوادونو استازو سره د روان سیاسي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په افغان پلاوي کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجی محمد ابراهیم شامل دي.

رويټرز خبري اژانس وايي چې د افغان حکومت استازو سره به  نن شنبه او سبا يکشنبه  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتو او د امریکا مرستندويه ادارې يو ايس ايډ استازي  وګوري.

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دا لومړى ځل دى چې د امریکا او افغانستان لوړ پوړي چارواکي سره ګوري.

رويټرز ته امریکايي چارواکو ويلي چې په دغه ناسته کې به امریکا له افغان لوري وغواړي چې امریکايي اتباعو او نورو ته له افغانستان څخه د  وتلو  لاره ورکړي او يو امريکايي تبعه چې له افغان حکومت سره بندي دى خوشې کړي.

همدا راز افغان حکومت بايد ټولې هغه ژمنې چې پخوا يې کړې وې عملي کړي.

د امریکايي لوري سره په دغه ناسته کې د امریکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد نشته دى.

يو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز ته ويلي چې دا ناسته له طالبانو سره د پراګماتيک تعامل  دوام دى چې د امریکا د ملي ګټو لپاره مهمې دي او د افغان حکومت د رسميت پيژندلو په معنا نه دى.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا یو ښه افدام دی، هیله ده د دوحې تړون ته رجوع وشي، له امریکایانو سره د مستقیم ارتباط چینل کما هو فی السابق فعال او لا پیاوړی شي. د لاسپوڅي غني د مذاکراتي ټیم ناغیړي،، او بالاخره د فاسد نظام نړېدل د دوحې تړون ځینې بندونه ساقط کړل،، په بل عبارت هغه ژمنې چې باید پرزېدلي حکومت پر ځای کړې وای له اعتباره وغورځېدې،، لکه د غنی له لوري بندیانو ازادول، بمباری بندول، جدي مذاکرات ،، په همدې ډول د طالبانو له لوری د اوربند او ټولشموله ادارې رامنځ کولو ژمنې هم په بالمثل توګه ساقط او له اعتباره… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

په رسوایی او لومو کی نختی متجاوزه امریکا د خپلو خلکو د بیا غولونی او توجهی دلیل د پیدا کولو او عوام فریبی د پاره قطر ته راغلی خکاری ، نه د انسانیت د عروجو یا جبران د خپلو حماقتونو د پاره !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx