افغانستان

په هند کې د بند پاتې افغانانو هېواد ته د لیږد بهیر پیل شو

نن ټکى اسيا (شنبه، ۱۷ تله ۱۴۰۰): په هند کې د افغانستان سفارت وايي چې د هغه افغانان د لېږد بهير يې پيل کړى دى چې هند ته د لنډمهال لپاره راغلي وو او بيا په افغانستان کې د سياسي بدلون له کبله په دغه هېواد کې بند پاتې وو.

ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي چې په هند کې بند مسافرو لومړنۍ جوپه يې د ايران د ماهان هوايي شرکت  له لوري لومړى تهران او بيا له هغه ځايه کابل ته ولېږدول شول.

په لومړنۍ ډله کې ١٠٦ افغانان ول چې اکثريت يې شديد ناروغان، ماشومان او مېرمنې وي.

افغان سفارت وايي چې دوى  د ایران له لارې د بند پاتې افغانانو د انتقال تر څنګ په نورو مختلفو لارو کار روان کړی ترڅو په خوندي او مناسبه توګه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

دوى زياته کړې چې د بند پاتې افغانانو د انتقال لړۍ به تر دې وروسته هم روانه وي او هغه  کسان چې خپله، کورنۍ او یا دوستان یې هند کې بند پاتې دي افغانستان ته د ستنېدو لپاره دي دوى سره اړيکه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې د تېر نظام تر سقوط وروسته د هند او افغانستان تر منځ تجارتي پروازونه په بشپړ ډول بند شول چې له کبله يې سلګونه هغه افغانان چې د تداوۍ په موخه د لنډ مهال لپاره هند ته تللي وو بند پاتې شول.

دغه افغانان چې اکثریت يې په دهلي ښار کې و له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ول او تر پايه د هند د حکومت له خوا ورته هيڅ پاملرنه ونشوه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

نریندرا مودی د هندوستان د خپلو غلطو سیاستونو غچ د چا سخه اخلی ؟
خو په وازو غوگونو دی واوری چی مونگ به انشاالله په دی حال پاتی نشو ، هندو سه چی کری هغه به ریبی ضرور !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx