افغانستان

متقي: په قطر کې له امريکايي چارواکو سره پر مهمو سياسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي ويلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې يې له امريکايي چارواکو سره په سياسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو مهمې خبرې کړي دي.

ښاغلي مقتي له باختر خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، له امريکايي استازو سره يې نن پر يو شمېر مهمو سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې کړي او دا ناسته به سبا هم دوام وکړي.

د بهرنيو چارو د وزير په وينا امريکايي لوري د افغان پلاوي د هرکلي تر څنګ ويلي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې له افغانستانه داسې ځواکمن او يو موټی پلاوی په داسې يوه سترې ناستې کې ګډون کوي.

مولوي متقي زياته کړې، چې په دغه ناسته کې يې له امريکايي لوري سره د دوحې تړون په بشپړ عملي کولو، د افغانستان د حريم درناوي، د بشري مرستو پر دوام او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير زياته کړې، چې له امريکايي لوري يې د افغان ولس د کنګل شوو پيسو د خلاصون او په دوه اړخيز درناوي د مثبتو اړيکو په لرو خبرې کړي دي.

د ښاغلي متقي په وينا امريکايي چارواکو ته يې په سپينو ټکو ويلي، چې د افغانستان او افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي او نړۍ بايد د افغانستان د اسلامي حکومت او افغان ولس ملاتړ وکړي.

دی وايي: موږ د هېچا په ګټه او د بل پر زيان کار نه کوو، بلکې د افغانستان اسلامي امارت ټوله تګلاره د اسلامي اصولو په رڼا کې عملي کيږي او پر مخ ځي.

د ښاغلي متقي په وينا اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې او مثبتې اړيکې غواړي او په دې لړ کې د امريکا او اروپايي ټولنې سربېره د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم د ښې راشه درشه او په دوه اړخيز درناوي د ولاړو اړيکو غوښتونکي دي.

امريکايي لوري هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسين او بشري مرستو ژمنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو او امريکايي مسؤولينو تر منځ دغه ناسته به سبا يکشنبه هم روانه وي.

داسې اټکل کيږي، چې دغه ناسته به د امريکا او افغانستان تر منځ روان کنګل مات کړي او ښايي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوی باب وبلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

له بده مرغه له انقلاب راهيسې زموږ ډېری واکمنانو په ټولو نظامونو کې ځانته عجيب وغريب نومونه او تخلصونه کارولي وو لکه : جکړ، باران، سېلاب، تندر او داسې نور او بيا زموږ په جهادي – اسلامي پتنګانو کې لکه فاروق اعظم، متوکل، متقي، محمّدي، ربّاني او داسې نور او ځينو بيا د ځان پسې مختاړي او وروستاؤي ورزيات کړي لکه : مسلميار، حکمتيار، مؤمنيار، توحيديار او داسې نور، خو هر يو يې بيا د خپلو نومول شويو نومونو سره په ټکر کې وي، د بېلګې په توګه يو څوک ځان ډېر تقوی دار (متقي) بولي، خو چې خبره بيا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx